لوبې خبرونه

د راشد منډواو وېکټو ټريډينټس لوبډله بریالۍ کړه

د راشد منډواو ويکټو  ټريډينټس لوبډله بریالۍ کړه د سي پي ايل ټورنمنټ د اګست په ۱۹ تاریخ پيل شو ،او په اوله لوبه کې ټرينباګو نايټ رايډرز د ګيانا امازون واريرزټيم ته ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې بارباډوس ټريډينټس د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس لوبډلې ته ماتې ورکړه،

نوين الحق چې د واريرزټيم لپاره لوبېږي، ٢ ويکټې واخیستې ، همدا رنګه راشد خان چې د ټريډينټس لپاره لوبېږي ٢٦ ناسوځېدلې رنز ېې جوړ کړل او ٢ پلیران يې اووټ کړل، او دې سره ېېلوبه وګټله، اوله لوبه کې ګيانا امازون واريرزاول بیټنګ وکړ چې په ټاکلو ١٧ اورونو کې يې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٤ منډې وکړې، شيمرون هيټماير ٦٣ ناسوځېدلې او راس ټېلر ٣٣ رنز وکړل

د رايډرز له خوا سنيل ناراين ٢، علي خان، جايډن سيلس او ډواين براوو ١-١ پلیران وسوځول د ١٤٥ رنزو هدف د رايډرز ټيم په ١٦.٤ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په ٤ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوى له لوري سنيل ناراين ٥٠ او ډواين براوو ٣٠ منډې ترلاسه کړې.د واريرز له لوري نوين الحق او عمران طاهر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول، همدا راز کيمو پاول او روماريو شيفرډ هم ١-١ ويکټ واخيسته.

د مین اف دي میچ جايزه سنيل ناراين ته ورکړل شوه.دويمه لوبه کې بارباډوس ټريډينټس لومړى توپوهنه وکړه چې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو ١٥٣ منډې وکړې. جېسن هولډر ٣٨، کيلي مايرز ٣٧ او راشد خان په ٢٠ توپونو ٢٦ ناسوځېدلې رنز جوړ کړل

د پېټريوټس لخوا سهېل تنوير، شيلډون کوټرېل او راياد ايمرټ ٢-٢ لوبغاړي اوټ کړل .د ١٥٤ منډو د هدف په تعقيب کې د سينټ کيټس اېنډ نيويس پېټريوټس لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٧ منډې وکړې، چې د ٦ منډو په توپير يې له واريرز څخه لوبه وبايلله.

د دوى له لوري جوشوا ډي سلوا ٤١ ناسوځېدلې او بين ډنک ٣٤ منډې وکړې.د ټريډينټس له لوري بيا راشد خان او مچل سانتنر ٢-٢ لوبغاړي وسوځول.د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه مچل سانتنر واخیسته، دغه لیګ د نړۍ غورره لیګونو څخه دۍ،، د افغانستان په شمول ورته د مختلفو هېوادونو څخه خلک رابلل شوي او په مختلفو لوبډلو کې اخیستل شوي دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button