لوبې خبرونه

د روڼتيا څار سازمان ریس دافغانستان دکرکټ بورډ ادارې نه شکايت کړى

د روڼتيا څار سازمان ریس دافغانستان دکرکټ بورډ ادارې نه شکايت کړى. د هېوادکرکټ بورډ اداره د معلوماتو ته نه ورکولو په برخه کې تورن شوى دى او د افغانستان د روڼتيا څار سازمان مشر له کرکټ بورډ څخه په رسمي توګه هم شکايت کړى.

ښاغلی اکرام افضلي، چې د افغانستان د روڼتيا څار سازمان ریس دى، په ټويټر کې په يو ټويټ کې ذکر کړي دي، چې کرکټ معلومات ته لاسرسى نه ورکوي. هغه وايي، چې د هرې ادارې لپاره د داخلي څار يا د پلټنې څانګه ضروري برخه ده او که رښتيا هم کرکټ بورډ دغه څانګه له منځه وړي وي، نو بايد چې په اړه يې وضاحت ورکړل شي.ځکه چېکرکټ بورډ یوه ملی اداره ده باید ولس د دويي د کړنو نه خبر وي.نوموړي په خپل ټويټ کې زیاته کړې، چې د کرکټ بورډ څخه د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره يې اطلاعاتو ته د لاسرسي فورمه هم ډکه کړې ده،

د روڼتيا څار سازمان ریس دافغانستان دکرکټ بورډ ادارې نه شکايت کړى
د روڼتيا څار سازمان ریس دافغانستان دکرکټ بورډ ادارې نه شکايت کړى

هغه وايي بیا هم کرکټ بورډ مثبت ځواب نه دى ورکړى.د سيد اکرام افضلي په وېنا، چې اوس يې اطلاعاتو ته د لاسرسي کميسيون ته د افغانستان کرکټ بورډ څخه په رسمي ډول شکايت کړى دى.د يادولو وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ باندې تل دا نيوکې کېږي، چې معلومات له خلکو پټ ساتي او هغه ضروري معلومات، چې بايد له ولس سره شريک شي، نه شريکېږي.

په دې برخه کې د افغانستان کرکټ بورډ رسمي وېبپاڼه هم له ډېرو معلوماتو څخه نيمګړې ده او يوازې تر خبري راپورونو پورې محدوده ده.د افغانستان کرکټ بورډ د رسنيو څانګه هم په وخت معلومات له رسنيو سره نه شريکوي.او کوښښ کوي چې په څه نا څه ډول ترینه ځان پټ کړي.

په دې اړوند نوی مثال يې دا دى، چې په ننګرهار کې د ملي لوبغاړو تمريناتي کمپ پيلېږي، چې ډول لوبغاړي جلال اباد ته رسېدلي هم دي، خو د کرکټ بورډ له لوري يې تراوسه پورې معلومات نه دي خپاره شوي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button