لوبې

د ریکي پونټینګ د خوښې پنځه غوره لوبغاړو کې راشد خان هم شامل دی

د استرالیا د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی کپتان

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر ریکي پونټینګ په شل اوریزه لوبو کې د خپلې خوښې پنځه غوره لوبغاړي په ډاګه کړه، چې په دې پنځه لوبغاړو کې افغان ستوری راشد خان هم شامل دی.

د معلومات له مخې، ریکي پونټینګ د شل اوریزه کرکټ پنځه غوره لوبغاړي په ډاګه کړل، چې په دې پنځه غوره لوبغاړو کې یو ویکټ ساتونکی، یو ورو توپ اچونکی، یو چټک توپ اچونکی او یو الراونډر شامل دی. په دې لوبغاړو کې د انګلستان لوبډلمشر جوس بټلر، د پاکستان لوبډلمشر بابر اعظم، د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکی راشد خان، د هند چټک توپ اچونکی جسپریټ بومرا او الراونډر هارډیک پانډیا ځای لري.

نور یی ولوله | اظهارالحق نوید د سیډني لوبډلې واخیست

نور یی ولوله | سعید اجمل: افغان ورو بالران یا توپ اچونکي ډېر ښه شوي دي

د شل اوریز فارمیټ ځانګړي لوبغاړي

د یادونې وړ ده چې پورته پنځه واړه لوبغاړي د شل اوریزه فارمیټ ځانګړی لوبغاړي دي، چې هر یو یې په خپله برخه کې ځانګړي ریکارډونه او ښې لاسته راوړنې لرلي دي.

بله خوا ریکي پونټینګ د اسټرالیا تر ټولو بریالی لوبډلمشر ثابت شو، هغه په پرلپسې ډول اسټرالیا ته نړیوال جامونه ګټلي او په توپ وهنه کې د (۷۰) سلیزو په وهلو د نړۍ دویم غوره توپ وهونکی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button