اقتصاد او سوداګري
رجحان

د رېل‌پټلۍ او ټاپي پروژو په اړه د خبرو لپاره طالب پلاوی ترکمنستان ته ورسېده

دغه طالب پلاوی به په ترکمنستان کې د رېل‌پټلۍ او ټاپي پروژو په اړه له اړونده چارواکو سره خبرې وکړي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر هدایت الله بدری پرون (چهارشنبې) د یوه پلاوي په مشري ترکمنستان ته لاړ.

د طالبانو د کانونو او پیترولیم وزارت ویندوی همایون افغان په یوه پوسټ کې وویل چې پلاوی به د ترکمنستان په پلازمینه عشق اباد ښار کې له ترکمن چارواکو سره وګوري.

د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا

په دې کتنو کې به د ټاپي پروژې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا، د ریللارې د پروژو او همداراز په افغانستان کې د ټاپي (ترکمنستان- افغانستان- پاکستان-هند) د پایپ لاین د چارو د عملي پیل په اړه خبرې وشي.

تر دې یوه ورځ وړاندې (سې شنبې) د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وویل چې د ټاپي پروژې د اجرا لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسیدلی او عملي کار به یې ډیر ژر پیل شي.

نور ولولئ | د ټاپي پروژې پرمختګ

نور ولولئ | د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

متقي په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ټاپي پروژه د اقتصادي ګټو تر څنګ د افغانستان لپاره مثبتې سیاسي پایلې لري.

پر ټاپي پروژې سربیره، د افغان-ترکمن اقتصادي دهلیز او له ترکمنستان سره د نوري فایبر پروژې په ګډون به په یو شمېر نورو ګډو پروژو هم کار پیل شي.

د ټاپي پروژې ظرفیت

رېل‌پټلۍ,ټاپي پروژو,ترکمنستان

هغه زیاته کړه چې د ټاپي نللیکه به په کال کې ۳۳ میلیارده مکعب متره ګاز انتقال کړي.

ترکمنستان ډېر لیواله دی چې دا پروژه ژر پیل او بشبړه شي خو په افغانستان کې امنیتي او اوس سیاسي بې ثباتي سبب کېږي چې پر دې پروژې کار ونه شي. حاضردمه نړیوال پانګوونکي زړه نه ښه کوي چې په افغانستان کې پر دې پروژه پانګونه وکړي ځکه چې افغانستان یو مشروع حکومت چې نړیوالو په رسمیت پېژندلی وي او پر خپلو نړیوالو ژمنو ولاړ وي، نه شته.

د دې پروژې د رسمي کار پیل د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د افغان ولسمشر اشرف غني، د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف او هندي او ترکمن مشرانو له خوا پرانیستل شو.

تمه وه چې د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دا اتلس سوه کیلومتره اوږده پروژه په ۲۰۱۹ کال کې پلې شي، خو په افغانستان کې د ناامنۍ له امله تر اوسه د کاغذ پرمخ پاتې ده.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button