نړیوال خبرونه

د سره صلیب بین المللي کمېټې نوي ریس سره د ولسمشر غني تعارفي کتنه وشوه

د سره صلیب بین المللي کمېټې نوي ریس سره د ولسمشر غني تعارفي کتنه وشوه جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې نوي رئیس ایلوا فیلیون سره تعارفي کتنه وکړه.

یاده کتنه کې چې په ولسمشری ماڼړی کې وشوه، دواړو لوریو په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي چې د ملکي او نظامي تلفاتو لامل ګرځیدلی اندېښنه څرګنده او هغه یې د نه منلو وړ وباله.د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې مخکېني رئیس د دې بنسټ د نوي رئیس په توګه د ایلوا فیلیون د معرفي ترڅنګ وویل، موږ د افغانستان له ادارو او امنیتي او دفاعي سکتور سره د بشري حقونو د بین المللي قوانینو مطابق له دغو ځواکونو د ملاتړ په خاطر کار کوو، د سرغړونو پر مهال هغه ارزوو او اصلاحي اقدامات ترسره کوو.

هغه زیاته کړه، د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټه په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې مذاکراتي پلاویو سره په اړیکه کې ده، ترڅو د بشري حقونو بین المللي قوانینو اړوند مسایل د عمده بحث په توګه د سولې خبرو کې په پام کې ونیسي.ولسمشر غني وویل، د افغانستان لپاره د سره صلیب بین المللي کمېټې راپورونه بې پري نه دي او باید د دې بنسټ د منشور پر اساس برابر او خپاره شي، د بېلګې په توګه د ماینونو ځای پر ځای کولو په اړه دغه بنسټ غبرګون نه دی ښودلی.

img 20210611 093620

ولسمشر غني څرګنده کړه، په دوحه کې د سولې په خبرو کې د بشري حقونو بحث ته هېڅ پام نه دی شوی او باید دغه موضوع د دې بحث مهمه برخه وګرځي. هغه ټینګار وکړ، موږ د سولې خبرې منو، خو د طالبانو لوری خبرو ته نه حاضرېږي.د هیواد جمهوررئیس له افغانستان څخه د بین المللي ځواکونو د وتلو تصمیم ته په اشارې وویل، په دې کار سره وضاحت او د اړیکو نوی فصل رامنځته شوی .

هغه وویل د امریکا متحدو ایالتونو ملاتړ له ځان سره لرو، خو زموږ ټینګار د افغانستان پر ځان بسیاینې دی ترڅو له بین المللي مرستو خلاص شو او د اوبو مدیریت او د مهمو زېربنایي پروژو عملي کول به موږ دې هدف ته ورسوي.هغه وویل موږ غواړو افغانستان په اینده کې باید د بل چا د احتیاج نه خلاص شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button