نړیوال خبرونه

د سولې خبرو کې د پښتنوبرخه

زمونږ هېواد افغانستان د وروڼو قومونو ګډ هېواد دی او پښتون د میرویس نیکه له وخته راهیسې د روسانو تر یرغل پورې د مشر ورور په ت صفت د هیواد د وحدت او ازادۍ ساتلو مشري پر مخ بیولې. د استعمار په تندرونو او توپانونو کې چې د افریقا، اسیا، جنوبي امریکا، هند نیمې وچې، قفقاز او منځنۍ اسیا لوی لوی هیوادونه او ملتونه مات او تسلیم شول،

ځانته د پښتون په مشرۍ افغان قامونو دوه ځل انګریزي اردوګانې غرقې او په دریم وار یې سیاسي خپلواکي واخیسته. ورپسې یې د روسي فیل، نه په شا کیدونکې لښکرې هم وځپلې. خو متاسفانه روسانو دلته داخلي جګړې ته لار ورکړه او جنګ او سیاست ته ېې قومي رنګ ورکړ. قومي جنګ طالبانو وګاټه خو امریکا راغله او طالبانو لخوا مات شوي قوتونه یې بیرته سیاست ته راوستل. د روسانو له یر جنګ سره په واک کې د پښتون مشري هتمه شوه . روسانو پښتون ولسممشر حفیظ الله امین له خپلو اولادونو سره پخپل کور کې وواژه؛ کشمیري کارمل یې ولسمشر، هزاره کشتمند صدراعظم او تاجک قادر د دفاع وزیر وګمارل شول.

شوروي ویل چې په نظام کې داخل خلقیان ټول پښتانه دي او د نورو پښتنو په شان باید له منځه لاړ شي ، ځکه د روسانو په نظر پښتانه د نړۍ نیولو په وړاندې د دوی د لارې خنډ دی او باید دا خنډ هوار شي، چې پرمختګ ممکن شي. شورویانو له نظام څخه بهر پښتنو مجاهدینو د له منځه وړلو لپاره یې هوایي او ځمکني قوتونو نه کار واخیسته او د نظام په دننه کې د پښتنو خلقیانو په باب یې فرموله داسې ورکړه چې دوی دې په مرمیو او وسلو بمبار شي، سنګر ته ولیږل شي، له خپلو وروڼو سره وجنګول شي چې هملته له منځه لاړ شی.

کله چې شورويانو له هر څه مایوس شول نو اردو یې له داخله وپاشله او لویه برخه یې نظار شورا ته ورکړه، چې په داخلی جګړو کې منحله شوه.امریکا هم د روسانو په قدم لاړه، پښتون یې له واکه لیرې کړ او د دوی په اصطلاح فعال اقلیتونه یې صحنې ته راوستل. اردو (۹۰ سلنه جنرالان او ۷۵٪ افسران)، پولیس (تر ۹۰٪)، استخبارات (تر ۹۵٪)، اقتصاد او تجارت (لوی تجارتونه: ګازونفت، هوایي کرښې، ساختمان، معادن او …)، او رسنۍ یې ټول دوی ته ورکړل، خو د روسانو برخلاف یې سمبولیکه مشري پښتون ته وسپارله

اوسمهال دسولې مزاکراتو کې د د پښتنو په نماینده ګۍ کسانو تشګیل داسې دی درې پښتانه (معصوم ستانکزی، شریفه زرمتۍ او عطاالله لودین)، یو تاجک/ بلوچ/ زوري (نادري) او یوه سادات (فاطمه ګیلاني) لیږلي دي:معصوم ستانکزی پخوانی خلقي، پښتون خو اوس د انګلیسي ګټو ساتلو لپاره تللی دی.

نادر نادري چې په بیلابیلو وختونو کې یې ځان زوري، بلوچ او تاجک قامونو ته منسوب کړی دی، اوس د پښتون په نماینده ګۍ جلسې ته لیږل شوی دی. په فکري ډول شعله یي او عملاً امریکاپلوه شخص دی، نه پښتون دی او نه د پښتنو نماینده دی.

شریفه زرمتۍ یوه شریفه خو ساده، له سیاست ناخبره او یوه غیر مطرح څیره ده. نه د کوم لوري نماینده ګي کولی شي، نه د کوم قوت.مولوي عطاالله لودین چې د پښتنو د یوه کمزوري ګوند (د ارغندیوال په مشرۍ حزب اسلامي) نماینده ګي کوي. فاطمه ګیلاني چې سادات ده، کوم لوری نه دی او نه هم د چا نماینده ګي کولی شي، د حزب اسلامي، افغان ملت، حرکت انقلاب اسلامی او نورو ملي اسلامي ډلو او پښتنو مدني او ولسي حرکتونو نماینده ګي پکې شتون نه لري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button