نړیوال خبرونه

د سپین بولدک لاره لا هم بنده ده

د سپين بولدک او چمن تر منځ لار د یک‌شنبې ورځې له پېښې وروسته د بار وړونکو موټرو او مسافرو پرمخ تړل شوې ده. په همدې حال یوه سرچینه طلوع نیوز ته وايي، په‌دې پيښه کې یو پاکستانی پوځي وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

د کندهار امنیتي مسوولینو

ورته مهال اسوشیتډپرېس خبري اژانس د کندهار امنیتي مسوولینو په حواله لیکلي چې دا پېښه د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني لوري تر منځ هغه مهال رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو له افغانانو سره ناوړه چلند کاوه. د بولدک اوسېدونکی سمیع الله وايي: «که مجاهدین دي او که هغه حکومت دی، لارې دې سمې کړي، ولس ته دې اساني جوړه کړي چې په اسانۍ سره واوړي او راواوړي.

کریم الله اغا

یو مسافر کریم الله اغا په‌دې اړه زیاتوي: «ځورونکی حالت دی، ستونزه دا ده یا دې لاره پر مخ بند کړي یا دې پرانیزي

نور یی ولوله | ټولنیزو رسنیو کې “پرېږدی افغان نجونې زده‌کړي وکړي” کمپاین پای

نور یی ولوله | پلازمینه کابل کې دوه زره نجونو ته د زده کړو د زمینې برابره شوه

د کرښي د دواړو غاړو اوسېدونکي له اسلامي امارت او پاکستاني حکومت څخه د سپين بولدک او چمن تر منځ لاري د دایمي خلاصون غوښتنه کوي. د بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وايي: «موږ د چمن او قبایلو خلکو ته دې دا لار ۲۴ ساعته خلاصه واوسي. د چمن اوسېدونکی محمد رمضان وايي: «دلته د تجارت کار دی، کله اوړو کله رااوړو، مازدیګر ځو سهار مهال بېرته راځو؛ نو ډېر په تکلیف یوو

سیاسي او سوداګریزې اړیکې

یو شمېر هېوادوال بیا په‌دې نظر دي چې په وار وار د لارې تړل کېدل به د دواړو هیوادونو پر سیاسي او سوداګریزو اړیکو منفي اغیز وکړي. د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالباقي بنا وايي: «مخکې مې هم وویل، زموږ هیله دا ده چې د تجارت پر مخ باید په هېڅ صورت لاره بنده نه‌شي.

بل‌خوا اسلامي امارت وايي، د سپین بولدک او چمن تر منځ د لارې د خلاصون او د شوې پيښي د څیړنې لپاره یې یو پلاوی یادې ولسوالۍ ته لیږلی دی. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست نوراحمد سعید وايي: «اسلامي امارت ډېره زیاته هڅه کوي چې همدا لار بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شي او ستونزه حل شي، د همدې لپاره یې سیمې ته یو پلاوی استولی دی. د سپين بولدک او چمن تر منځ لار د افغانستان او پاکستان د خلګو د تګ راتګ او د صادارتو او وارداتو تر ټولو مهمه لار بلل کیږي چې ډېر کله د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له امله تړل کېږي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button