نړیوال خبرونه

د طالبانو له چارواکو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي لیده کاته شوي دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي کابل ته د خپل سفر په لړ کې د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره کتلي دي. 

رېچارډ بنټ د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په کتنه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو خبرې کړي او له هغه یې غوښتي چې، حقیقت ته د رسېدنې لپاره باید ټول مسایل له نږدې وڅېړل شي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې لیکلي:«د بهرنیو چارو وزیر د بشري حقونو د وضعیت د لا ښه کېدو په پار د افغانستان اسلامي امارت د ټولو ادارو لخوا د هلو ځلو او ژمنیتا په هکله ښاغلي بنیټ ته ډاډ ورکړ

رېچارډ بنټ

رېچارډ بنټ چې اوس اوس کابل ته راغلی دی، د رییس الوزرا په ګډون د اسلامي امارت له نورو چارواکو سره هم لیدلي دي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي څرګنده کړه:«متقي صاحب په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په هکله وویل، چې جګړه ماران، انسان تښتوونکي او غاصبان نور نه شي کولای چې د چا حق تر پښو لاندې کړي.

نور یی ولوله | څنګه کولی شو افغانستان کې انلاین پیسې وګټو؟

نور یی ولوله | د امریکا لخوا د طالبانو پر چارواکو د ویزې د محدودېدو په وړاندې غبرګونونه راپارېدلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د رییس الوزرا له دویم مرستیال سره د لږکیو د امنیت، د زده کړو، د ښځو د حقونو او د رسنیو د فعالیتونو په تړاو خبرې کړې دي. ارګ په خپله ټویټره پاڼه لیکلي چې، په دې کتنه کې د رییس الوزرا دویم مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، اسلامي امارت د نړۍوالو ټولو تړونونو او کنوانسیونونو چې، له اسلامي اصولو او ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي، ژمن دی.

ارګ 

د ارګ په ټویټ کې راغلي:«په څه باندې څلور لسیزو جګړو کې په هېواد کې د بشري حقونو ډېری موارد نقض شوي او اوس په افغانستان کې بشپړ امنیت تامین دی او اسلامي امارت پرته له تبغیضه د ټولو هېوادوالو د ځان مال او عزت ساتنې ته ژمن دی.

کارپوهان څه وايي؟ 

ورته مهال، ځينې کارپوهان کابل ته د ښاغلي بنټ د سفر په هکله بېلابېل لیدلوري لري.

د نړۍوالو چارو شنوونکی واحد فقیري وايي:«کابل ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي سفر د دې ښودنه کوي چې په ملګرو ملتونو سازمان او نړۍوالې ټولنه کې د افغانستان د بشري حقونو په هکله اندېښنه شته او په دې هکله اندېښنې زیاتې شوې دي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button