نړیوال خبرونه

د طالبانو ټیم ایران ته ورسېد

دطالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد دطالبانو د سیاسي دفتر یو لوړپوړی پلاوی د ایران د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بلنه سهار یاد هیواد ته رسېدلی.او هلته به د سولې د روا بهیر د ملاتړ په اړه د ایران اعلی چارواکو سره اوګوري.

د ایران یو خبري اژانس خبر ورکړی، چې د طالبانو د سیاسي دفتر رییس او سیاسي مرستیال «ملا عبدالغني برادر» د یوه پلاوي په ملتیا نن سهار تهران ته رسېدلی او د ایراني چارواکو له لوري يې په هوایي ډګر کې هرکلی شوی دی.ایران ته دطالبان سفر په داسې حال کې کیږي چې قطر کې طالبان او افغان پلاوی د یو بل سره د سولې خبرې کوي او په مهمو اجنډاو بحث کیږي.دويی د دې نا وړاندې هم د ځيني هیوادونو د مشرانو سره لیدل کتل شوي دي.

خو اوسمهال ویل کېږي،د طالبانو پلاوی به د خپل دې سفر په مهال د ایران د بهرنیو چارو له وزیر «جواد ظریف» او نورو چارواکو سره وګوري او د افغانستان د سولې اړوند مسایلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.او۔د دغه هیواد ملاتړ به د سولې په حقله پیدا کړي. ایران د سیمي یو له مهمو هیوادونو څخه دی او د ایران ملاتړ دافغان سولې لپاره مهم دی.

هېره دې نه وي. سفر داسې مهال دی چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوي تړون په بنسټ، له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر څنګ يې په دوحه کې د افغان سولې خبرې دوام لري، تر څو روانې جګړې ته یو سیاسي حل وموندل شي.او دافغانستان دا اوسنی تاوتریخوالی کم شي.

د طالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد
د طالبانو مزاکراتي ټیم ایران ته ورسېد

سیاسي شنونکي هم اوسمهال په دې باور دي. چې د افغانستان جګړه باید په سیاسي حل لاره باندې حل شي.دویی وايي چې د دې لارې نه بغیر بله یوه لار هم نه لري.دویی همداراز زیاتوي چې باید ټول سیاسي جهتونه او څېرې هم باید د سولې پروسې څخه ملاتړ اعلان کړي.او د عامو افغانانو ژوند وژغوري.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button