نړیوال خبرونه

د طالبانو مشر د ”بې ګناه زندانیانو خوشي کولو او زندانونو وضعیت ارزونې” امر کړی

طالبان وايي، د خپل مشر ملا هبت الله اخوند زاده په لارښوونه یې کابینې د پلازمېنې کابل او ټولو ولایتونو د زندانونو وضعیت ارزونې لپاره یو پلاوی ګومارلی دی. د طالبانو ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په دې هکله یوه پیغام ټویټر کې لکلي: “بې ګناه زندانیان نه یوازې باید خوشي شي، بلکې باید هغه کسان زنداني شي، چې بې ګناه کسان یې زندانونو کې اچولي دی. “

د طالبانو په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ”د سترې محکمې مرستیال شیخ عبدالمالک په مشرۍ پلاوی به ټولو زندانیانو سره وویني، او که که کوم کسان بې ګناه ثابت شي، د خوشي کېدو لپاره یې باید ژر تر ژره اقدامات وشي. ”

د تېر کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو پر مهال د کابل څرخي پله زندان په ګډون د افغانستان زندانونه مات شول چې پکې زرګونه بندیان هم وتښتېدل.

نور یی ولوله | طالبان وايی چې پر ډیورنډ لیکې رامنځته شوې جنجال له دیپلوماتیکو لارو حل کوو

د رپوټونو له مخې دې زندانونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې وسله وال هم شامل وو. د سپتمبر وروستیو کې د یو سرچینې خبریال جیرمي بوئين د څرخي پله له زندانه په خپل یوه رپوټ کې وویل، د دې زندان یو شمېر ساتونکي د همدې زندان پخواني بندیان دي.

د یادونې ده چې دا وروستیو کې والسټریټ ژورنال خبري شبکې د امریکايي استخباراتو له قوله په یوه رپوټ کې ویلي و، د داعش ډلې خراسان څانګې هغه ځانمرګی بریدګر چې د اګست پر ۲۶ مه یې د کابل هوايي ډګر کې برید وکړ، د اګست پر پنځلسمه له بګرام زندانه طالبانو خوشی کړی و. طالبانو دا رپوټ رد کړی و او په وینا یې په دومره لږ موده کې هغه بریدګر د دا ډول یوه برید لپاره فرصت او امکانات نه شو چمتو کولای.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button