نړیوال خبرونه

د عربي اماراتو به هوپ پروب مریخ ته رسېدو کې لومړی مقام خپل کړي

د عربي اماراتو هوپ پروب به مریخ ته ریسېدو کې لومړی مقام خپل کړي.هوپ پروب چې اوس مهال په ساعت کې شاوخوا 000 120 کیلو میتره فضا ته سفر کوي،د امید پروب به د فبروري په ٩ نیټه د مریخ مدار ته ورسیږي ، متحده عربي امارات به تر دې دمه پنځم هیواد وي چې سور سیارې ته ورسیږي.

هوپ پروب لومړی عرب مشن دی چې یو عرب سړي لانچ کړی.دا هوپ پروب به د عربي اماراتو په وخت ماښام 7:30بجې به سیارې ته داخل شي.دا ډول سیارې ته تلل یوازې عرب امارات ندی پیل کړی بلکه تېر کال چین او امریکا هم دا تجربه کړې وه. خو په دې اړه ویل کیږي چې چین به په دغه تجروبې کې دویم وي چې سور مریخ ته ورسیږي.او د ناسا سره سیاره بیا د دفبروری په 18 سره مریخ ته رسېدلي وو.

د محمد بن راشد فضايي مرکز د پروژې مدیر عمران شراف د اهمیت لرونکي مهم ګام ګي ، چې د دوشنبې په ورځ د اماراتو ټولنې لخوا په جوړه شوې ویب کې وویل او عرب نیوز پکې برخه اخیستې.خو ویل کیږي چې دا پروژه یوازې د دغه مقصد لپاره نه وه جوړ شوې بلکه دې پروژې کې نور ډېر څه دي. په دې اړه ویل کیږي چې دا پروژه د ساینس او معلوماتو تر څنګ نور مهم اړخونه هم لري.د عربي اماراتو د سرې سیارې ته رسېدو سره به عرب امارات پينځم ملک کړي چې سره سیارې ته کامیاب شي.

د عرب اماراتو د ساینی او ټېکنالوژی وزيرې ساره الامیري په دې اړه وویل چې مونږغواړو چې د عربي اماراتو ټیلنټ یو رامخې ته کړو او بیا ېې مختلفو وړوکو بزنسونو ته وړاندې کړو. تر څو دويي دغلته خپل اکسپرټیز یا تجربې شو کړي. تر څو اینده کې دويي ته ویاړونه راوړي د سرونه ېې د فخر سره اوچت کړي.هغه وايي دې سره به د خصوصي سکتور وده هم وشي.او یو نوی باب به پرانستل شي.

20210208 192542

نوموړې همداراز وویل چې د نړیوالو سره په دې اړه هماهنګۍ کې یو او اینده کې به له نورو نړیوالو ساینپوهانو سره په تماس کې شو.تر څو ښه نتیجه ورکړي او عرب امارات په دې برخه کې وده وکړي او اینده کې د دې نه هم زیاتې لاسته راوړنې ولري.عرب امارات اوسمهال هم د ډېرو ملکونو نه په دې برخه کې مښکې دی او که هڅې ېې همداسې روانې وي نو ښايي لومړی مقام خپل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button