نړیوال خبرونه

د علیپور په اړه امرالله صالح څه ویلي؟

د علیپور په اړه امرالله صالح څه ویلي؟ د افغانستان د جمهور ریس لومړي مرستیال امرالله صالح د بهسودو غوندي پیښي تر هرچا ژر غبرګون ښودی خو د علیپور ترسره کړي جنایت ته يې له څلورو ورځو وروسته غبرګون ښودلی او دا یي غټ جنایت او ګناه بللې.

امرالله صالح پر خپل ټویټر باندي لیکلي چې افغان ځواکونو هیڅ عملیات په سیمه کې نه درلودل او د افغان ځواکونو سره دا ډول کړنه ستر جنایت دی، هغه د دې پیښي عامل او عامیلینو ته د سختې سزا ورکولو خبر هم ورکړی.نوموړي وویل چې دې پیښي ته باید د قوم رنګ ورنکړل سي، د ده په وینا افغان ملي پوځ ته د عملیاتو کولو لپاره د کوم خاص قوم او سیمې پر ضد نه دي ویل شوي.

امرالله صالح 1 750x430 1

په ورته مهال د افغانستان دفاع وزارت د عليپور په وړاندې د عملیاتو کولو ویلي.دا وروسته له هغه چې د علیپور غیري مسؤلو وسلوالو لخوا د میدان وردګ بهسودو ولسوالۍ د افغان ملي پوځ یوه چورلکه په نښه او وغورځوله د افغان حکومت سخت غبرګونونه او غوسه يې را وپاروله چې له ولسمشره تر ولسکشرو وویل چې د دې پیښي عاملینو ته به سخته سزا ورکوي.

د هېواد دفاع وزارت په خپل نوي بیان کې یوځل بیا ژمنه تازه کړې چې د علیپور وطن دسمنه ډلې په وړاندې يې خپل عملیات پیل کړي او دې سیمې ته نور ځواکونه هم پر لاره دي ترڅو دا ډله په ښه توګه سره وځپل شي.و د بیخه له منځه لاړه شي.

یاد وزارت په بیان کې ویلي پرون هم د علیپورد وسلوالو په وړاندې عملیات سوي خو دې وسلوالو کوم مقاومت نه دی ښکاره کړی او بغیر له مقاومته پر شا تمبول سوي دي بیان وايي د دې ډلې د سم ځپلو لپاره لاهم ډير سرتیري پر لاره دي ترڅو دې سیمې ته ولاړ شي او د علیپور د غیري مسؤلو په وړاندې جګړه وکړي.تر څو دږوی دغه سیمې پرېږدي.او عام خلک په سم ډول ژوند پیل کړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button