نړیوال خبرونه

د غور ولایت زدهکونکي: ښوونځي مو ژر تر ژره پرانیزی

غور کې یو شمېر زده کوونکې نجونې له اسلامي امارته غواړي چې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې پرانیزي.دغه زده کوونکې وایي، چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو د نه پرانیستو له امله به په هېواد کې د بې سوادۍ کچه لوړه شي.

د نجونو ښووڼځي 

د یولسم ټولګي زده کوونکې راضیه وايي:«موږ خو زده کړې کوو په دې معنا دي چې ټوله ټولنۍ پرمختګ کوي او کله چې موږ زده کړو بې برخې شوو ټولنه په ماتې محکومېږي. د دوولسم ټولګي زده کوونکې عیدا ګل هم وویل:«باید زموږ د ښوونځیو دروازې پرانیزي چې موږ ښوونځیو او خپلو زده کړو ته ستنې شوو، چې ټولنه پرمختګ وکړي ژوند هم ښه کېږي موږ ټول له نالوستۍ کړېږو

نور یی ولوله | جاجوید باجوه د افغانستان په اړه د آمریکا د باندنیو چارو وزیر سره خبرې شوي دي

نور یی ولوله | هېواد کې د ښوونکو ستونزې

دیني عالمان

ورته مهال یو شمېر دیني عالمان او ښوونکي هم زده کړه پر نارینه او ښځینه فرض ګڼي او زیاتوي چې ښځې د ټولنې په پرمختګ کې مهمه ونډه لري. دیني عالم مولوي شجاع الدین محمدي څرګندوي:«تر هغې کچې چې په دیني او شرعي مکلفیتونو پوه شي فرض دی چې هم ښځې او هم نجونې علم ترلاسه کړي.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست 

بل خوا د غور د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست وایي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د یوې تګلارې په جوړولو سره نجونې وکولی شي زده کړو ته دوام ورکړي. د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي محمد حماس وویل:«دا یو واقعیت دی چې د ښوونځیو تړل کېدل یوه ننګونه ده؛ خو د اسلامي امارت چارواکي په دې فکر کې نه دي چې د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، د وخت له تېرېدو سره کار کوي چې طریقه او زمینه برابره کړي چې ښځه او نر وکړای شي ښوونځیو ته ولاړ شي.

تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو له تړل کېدو څه باندې یو کال تېرېږي، خو له پرله پسې غوښتنو سره سره، لا هم د نجونو پر وړاندې ښوونځي نه دي پرانیستل شوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button