نړیوال خبرونه

د فبرورۍ په ۲۹امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي

د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو وايي د واشنګټن او طالبانو ترمنځ به د سولې هوکړه د فبرورۍ پر ٢٩مه لاسليک شي.

افغان حکومت د دې هوکړې د لاسليک په درشل کې د يوې اوونۍ لپاره د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه کړې.

د امنيت شورا وياند جاويد فيصل وايي، د تاوتریخوالي د کمولو پرېکړه د نن شپې له ١٢ بجو عملي کېږي.

هغه زیاته کړه: “افغان دولت له سولې څخه د اعظمي ګټې اخیستنې په هدف بشپړ چمتوالی نیولی، د یوې اونۍ لپاره چې وسله والو طالبانو د تاوتریخوالی د کموالي په نوم نومولې، موږ له خپل ادرس بشپړ تیاری لرو او په دې هیله چې دغه یوه اونۍ د دې باعث شي، چې د تل پاتې اوربند خاوندان شو او افغانستان کې تل پاتې سوله راشي دا نېټه د شپې له دولسو بجو پیلیږي.”

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط ازادۍ راډيو ته ويلي، د تاوتريخوالي د کمېدو په وخت کې به د افغان قواوو د شپې عمليات او هوايي حملې بندېږي، په بدل کې به طالبان هم لويې حملې نه کوي.

د طالبانو يوې سرچينې د نوم نه ښوولو په شرط نن ازادۍ راډيو ته وويل، که ښکېل اړخونه خپلې ژمنې پرځاى کړي، د تشدد کمول به سر له سبا عملي شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button