نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

د لاهور محکمې د عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډاوه

په پاکستان کې یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نیولو پلان نور هم وځنډواه او د خان د ګوند پر لاریون یې هم بندیز ولګاوه

پولیس او امنیتي ځواکونه د عمران خان کور ته ورغلي وو چې د فساد په تور یې ونیسي خو پلویانو یې مخه ونیوله او اخ و ډب رامنځ ته شو.

د لاهور عالي محکمې نن پنجشنبه مارچ په ۱۶مه پولیسو ته لارښوونه وکړه چې د عمران خان د نیولو پلان د جمعې تر ورځې پورې وځنډوي. محکمې د عمران خان له حقوقي ډلې هم غوښتي چې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي.

شک نشته چې د محکمې له نوې پرېکړې وروسته به عمران خان او پلویانو یې څه نا څه د ارامۍ ساه اخیستې وي خو د هغه د نیولو لپاره استول شوي پولیس او امنیتي ځواکونه له سیمې څخه اېستل شوي نه دي.

پولیسو ویلي وو چې د محکمې امر به پر ځای کوي

په پنجاب ایالت کې د پولیسو مشر عثمان انور وايي پولیس ورغلي وو چې د عمران خان د نیولو لپاره د محکمې امر په ځای کړي خو په خبره یې د خان پلویانو په پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل. نوموړي د پاکستان جیو تلویزون ته وویل: “موږ به د محکمې امر په ځای کوو.”

په همدې حال کې د لاهور پولیسو د عمران خان او د هغه د پلویانو پر ضد دوې نورې قضیې ثبتې کړې دي چې د پولیسو د ودانیو تخریب او په پولیسو باندې برید دی.

په اسلام اباد کې د عمران خان حقوقي ډلې له قاضي ذوالفقار اقبال څخه وغوښتل چې د خان د نیولو لپاره دې خپله پرېکړه وځنډوي خو قاضي لا څه نه دي‌ ویلي‌ چې دا پرېکړه به وځنډوي او کنه.

قاضي ویلي دي‌ که عمران خان همدا اوس ځان محکمې ته وسپاري، پولیس به یې کور ته له ورتګ څخه ډډه وکړي.

پر عمران خان د رسمي ډالیو د پلور تورونه دي

په عمران خان تور دی چې د خپل صدارت پر مهال یې هغه ته ورکړل شوې رسمي ډالۍ ځان ته اخیستې او یا یې دغه ډالۍ خرڅې کړې او د ګټې وټې په اړه یې بېرته حکومت ته راپور نه دی ورکړی. په دغو ډالیو کې د رولیکس یو ساعت هم شامل دی چې زرګونه ډالره قیمت لري.

نور ولولئ: د عمران خان د نیولو په عملیاتو کې د پولیسو او خان د پلویانو ترمنځ تاوتریخوالی شوی

د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په یوې محکمې د پاکستان د انتخاباتو د کمېسیون یو مدافع وکیل سعد حسن د عمران خان د نیولو پلان د ځنډولو له غوښتنې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې عمران خان له جنوري راهېسې د محکمې پرېکړې له پامه غورځولې دي.

عمران خان ویلي‌ چې حکومت یې ځکه د نیولو هڅه کوي چې په راروانو ټاکنو کې ونه درېږي او له ټاکنو څخه یې محروم کړي.

عمران خان تېرکال له صدراعظمۍ څخه لېرې کړل شو، سیاسي ګوندونه یې تورنوي چې د پاکستان اقتصاد یې خراب کړ او خپلې ژمنې یې عملې نکړې.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button