نړیوال خبرونه

د لوى اختر اوله ورځ به د جولايي په ۳۱ وي

د لوى اختر اوله ورځ به د جولايي په ۳۱ وي د سرچينیو له مخې په سعودي عربستان او بازې نورو عربي هېوادونو کې به د لوى اختر اوله ورځ د جولاى په ٣١ تاریخ وي. د د غه هېوادونو د ستور پېژندنې پوهان وايي، چې ډېر امکان لري چې د جولايي په ۳۱ تاریځ غټ اختر وي،

دبازې رسنیو د راپورونو له مخې ، د سعودي عربستان د ستور پېژندنې پوهانو ویليٍ دي ، چې د لوى اختر به د جمعې په ورځ او د جولاى په ٣١مه تاریخ وي، د ستورپېژندونکو له څېړنو له مخې د ذوالحجې سپوږمۍ به د دوشنبې په ورځ ښکاره شي ، خو ليدل به يې ممکن نه وي، نو د سه شنبې په ورځ به په اسمان کې سپوږمۍ وښکاري .د ستور پېژندونکو په وېنا، د ذوالحجېاولې ورځ به د جولاى په ٢٢مه نېټه او د چهارشنبې په ورځ وي، نو په دې حساب سره به د ذوالحجې ١٠مه نېټه د جولاى په ٣١مه نېټه وي، همدا رنګه د عرفات ورځ به بيا د جولاى د پنجشنبې په ورځ وي،

د عربستان سعودي سترې محکمې د اسلامي کال د وروستۍ مياشتې ليدو لپاره د دوشنبې جلسه رابللې او همدا راز له خلکو څخه يې هم غوښتي، چې د ذوالحجې د مياشت ليدو کوشش دې وکړي.د سعودي عربستان ستره محکمه وايي، هر څوک چې سپوږمۍ وويني، نو بيا دې له محکمې سره دې د شهادت لپاره تماس ونیسي ترڅو دويي ته ډېر شواهد وموندل شي،

د ا هم باید یاده کړو چېروان کال د کرونا ویروس له امله د سعودي عربستان دولت دحج مراسم هم په کوچنۍ کچه نيولي دي، ويل کېږي سږکال به د حج په مراسمو کې يوازې ١٠ زره کسان شامل شي دا هم هغه کسان دي چې په سعودي عربستان کې ژوند کوي . په دغه کسانو کې بيا ٧٠ سلنه يې د نورو مملکتونو او ٣٠ سلنه يې په خپله د سعودي عربستان وګړي وي ، خو سږکال له بل هېڅ مملکت څخه څوک حج ته نه سفر نشي کولۍ،

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې هم هر کال د کوچني او لويي اختر اعلان د سعودي عربستان سره یوځاۍ کيږي او دله په هېواد کې د سترې مجکمې لخوا د هغويي په تعقیل کيږيو بلخوا بیا ګاونډي هېواد پاکستان کې هرکال د اختر په اعلان باندې لانجې وي اکثره د نورې نړۍ سره یو ورځ فرق لري که نورې نړۍ کې ورځ باندې وي نو دويي ېې یوه ورځ شاته کوي که څه هم د پختونخوا قاسم علي خان جومات نه شواهد رازي خو بیا هم دويي ېې یوه ورځ شاته کوي،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې ټول امت مسلمه په یو وار باید د اختر اعلان وکړي ترڅو مسلمانان سره په بو پیج کیني ځکه تر اوسه پورې د پاکستان نه علاوه بازې نور اسلامي ملکونو کې هم اختر په ورځ نه وي په دې ملکونو کې بنګله دیش هند پاکستان او داسې نور ملکونه هم اکثره اختر یو ورځ شاته وي اوس باید دويي داسې ونکړي او د سعودي عربستان سره ی ځاۍ اختر وکړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button