نړیوال خبرونه

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون څخه د ۲۳ انجونو په ګډون د ۲۹۲ ځوان افسران فارغان شول

د مارشال فهیم له پوځي پوهنتون څخه د ۲۳ انجونو په ګډون د ۲۹۲ ځوان افسران فارغ شولد مارشال فهیم دفاعي پوهنتون د “سنهارس” ملي اکاډمۍ له اتلسمې دورې څخه، ۲۹۲ تازه دمي افسران چې ۲۳ یې انجونې دي د یو لړ بنسټیزو پوځي زده کړو څخه وروسته نن فارغ شول.

د دغو افسرانو د فراغت مراسم د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال ډاکتر نجیب الله”وردګ”، د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون، سنهارس اکاډمۍ، د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې قوماندانانو، نړيوالو همکارانو، جنرالانو، افسرانو او د مارشال فهیم پوهنتون د منسوبینو په ګډون سره ولمانځل شو.یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د ملي اردو منسوبینو د سرښندنو، کړنو او لاسته راوړنو یادونه وکړه.

20210409 184851

نوموړي وویل” تاسې چې نن دغه مهارت او زده کړې ترلاسه کړې دي، د ریښتنولۍ او ښه قضاوت حس سره د ملي اردو راتلونکې رهبري تمثیلوۍ.د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال زیاته کړه: تاسې د خلکو اردو یاست، خلک د تاسې د کړنو او ظرفیت باندې پوره باور لري او د مشرتابه تصمیم نیونې کسان هم تاسې یاست.”

دا راز د مارشال فهیم دفاعي پوهنتون قوماندان تورنجنرال احساالله”عظیم” وویل:” دغه پوهنتون د مجربو استادانو او شته امکاناتو سره وکولای شول چې په خپله وړتیا د نړۍ قدرت لرونکو هېوادونو پوځي پوهنتونونو سره ځان عیار کړي او د زده کړیالانو ظرفیت لوړ کړي.”

همداراز د ملي دفاع وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان ډګر جنرال پاینده محمد “ناظم” د تازه دمو افسرانو د مسولیت او خدمت کولو په برخه کې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه دغه افسران له فراغت وروسته په مېړانې سره د هېواد له ارضي تمامیت څخه په جدي توګه دفاع کوي.باید یاده کړو چې یادو افسرانو ته د فراغت سندونه هم ورکړل شو.

ارسلان

امېل د افغان ناو مسوول مدیر دی

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button