سفر خبرونه

د ماشوم زیږولو لپاره په اوښ ۷ ساعته مزل وکړ

مونا ته چې کله د زېږون دردونه ولګېدل، نو یوه اوښ یې ژغورلو کې مرسته وکړه

هغه ۱۹ کلنه ده او له نږدې روغتونه شاوخوا ۴۰ کیلو متره لېرې په یوه غرنۍ سیمه کې ژوند کوي.

دا لار معمولا تر ۴ ساعتونو ډېر وخت نه نيسي خو کنډو کپرو، د زېږون تکلیف او خرابې هوا ۷ ساعتونو ته اوږده کړه.

د هغې اوس هم په یاد دي چې د اوښ له هر یو ګام سره پرې څومره درد تېرېده.

نور ولولئ: سعودي عربستان د سوډان جګړه کې د ښکېلو اړخونو تر منځ د خبرو کوربتوب کوي

بیا داسې ځای هم را ورسېد چې اوښ نور پکې مخ ته نشو تللی او دا مجبوره شوه چې له خپل مېړه سره پلې مزل ته دوام ورکړي.

د یمن د لویدېځ په محویت ولایت کې بن سعد روغتون د زرګونو ښځو د معاینې او کتلو یوازېنی روغتیايي مرکز دی

المقره کلي کې د مونا له کوره تر دې روغتون لاره د غرونو له منځه تېره شوې او یوازې پلی یا په اوښ سپور مزل پرې کېدای شي.‌

خو هغه لا د اوښ له سپرلۍ وړاندې ځان او خپل ماشوم ته اندېښمنه وه.

نور ولولئ: د سوډان په جګړه کې دواړو ښکېلو غاړو د اوو ورځو په اوربند هوکړه کړې ده

مونا وايي:” لاره ډبرینه او دا سفر له روحي او جسمي دواړو اړخه ستړی کوونکی و.”

هغه زیاتوي چې “له ډېره درده مې په وار وار خدای ته دا دعا کوله چې ما دې واخلې، خو پر ماشوم مې دې څه نه کېږي.

مونا ته دا نه دي یاد چې روغتون ته څنګه ورسېده خو دا ور په زړه دي چې د قابلو او ډاکترانو لاسو کې یې د خپل ماشوم د ژړا له اورېدو وروسته هېلې څرنګه بېرته وغوړېدې.

هغې او مېړه یې پر خپل نوي زېږېدلي زوی جراح نوم ایښی او دا د هماغه ډاکتر نوم و چې د دې ژوند یې وژغوره

له نږدې کلیو دغه روغتون ته غځېدلې لارې ډېرې نرۍ او تنګې دي. ځینې خو یې ان د سعودي په مشرۍ د حکومتي ځواکونو ‌او د ایران له ملاتړه د برخمنې حوثي ملېشې ترمنځ د تېرې اته کلنې کورنۍ جګړې په اوږدو کې بیخې ویجاړې شوې او یا بندې دي.

پر دغو ستوغو غرنیو لارو روغتون ته له راتلونکو میندارو ښځو سره اکثرآ د هغوی مړونه او د کورنیو نورو غړي ملتیا کوي.‌

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (یو اېن اېف پي اې) هیشام ناهرو وايي، یمن کې په هرو دوو ساعتونو کې یوه میندواره مور د زېږون پر مهال له داسې ستونزو مري چې مخه یې نیول کېدای شي.

نور ولولئ: مراکش کې یوې میرمنې ۹ ماشومان زیږولي

هغه زیاتوي چې د یمن لروبر لېرې پرتو سیمو داسې موارد کم دي‌ چې میندوارې ښځې دې د سختو دردونو او وینې بهېدنې له پیل پرته د کتنې او روغتیايي مرستې لپاره مراجعه وکړي.

د یو این اېف پي اې د مالوماتو له مخې یمن کې له هرو دریو یوازې یوه ښځه روغتیايي مرکزونو کې ماشوم زېږوي او د دوی تر نیمايي کمو سره مسلکي ډاکتران زېږون کې مرسته کوي.

د یمن له هرو پنځو دوه کسان په داسې سیمو کې اوسي چې تر ټولو نږدې پوره فعال روغتون سره له یو ساعت ډېر واټن لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button