نړیوال خبرونه

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوۍ پاکستان ته ورسېد

د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوۍ پاکستان ته ورسېد څو ورځې مخکې د پاکستان خارجه وزارت د ملا برادر په ګډون پر طالب مشرانو د امنیت شورا بندیزونه لکولي وو،خو پرون بیا د دغه ډلې د همدغه ملا بردار په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته په سفر لاړل ،

د دغه ډلې د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تېره ورځ اګست۲۳په خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو سیاسي مرستیال او د دغه ډلې د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په بلنه هغه هیواد ته په سفر روان شول ، د پاکستان دولت تر دامهاله په رسمي ډول هغه هیواد ته د ملا برادر سفر تائید او یا هم رد کړی نه دی، خو یو شمېر رسنیو د هغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ملا برادر د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي په دعوت پر افغان سولې د بحث لپاره هغه هیواد تهبلل شوی دی.

د طالبانتو ویاند ښاغلي شاهین هم ویلي چې برادر به پروروستیو جریاناتو، په پاکستان کې د افغان مهاجرینو او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمابین د ولسي تګ راتګ او تجارت د اسانتیاوو برابرولو او نورو اړوند موضوعاتو له پاکستاني چارواکو سره خبرې کوي دويي غواړي چې د دغه هېواد سره د افغانستان اړېکې نورې هم پراخې شي،

شاهین زیاته کړې چې د کرونا ویروس خپرېدو د طالب استازو سفرونه له ځنډ سره مخامخ کړي ول او زیاتو هېوادونو ته ېې سقرونه ونکړاۍ شو چې په وینا یې په نژدې راتلونکې به طالب استازي نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي.د یادونې وړ ده چې تېره حفته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر ویب سایټ یوه اعلامیه خپره شوه چې پکې د افغان طالبانو د ځینو مشرانو په ګډون د نورو وسله والو ډلو پر مشرانو هم د ملګرو ملتونو د تعزیراتو کمېټې د بندیزونو پر وضعه کېدلو باندې ټینګار کړۍ وو، او بندیزېې پرې ولګول،

د دغه هېواد لخوا د وسله والو ډلو پر مشرانو د بندیزونو په نوملړ کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر او د طالبانو د مشر مرستیال سراج الدین حقاني او د حقاني د کورنۍ نور غړي هم شامل وو.د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ذکر شوي فدرال حکومت خوښ دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تعزیراتو کمېټې پرېکړه په بشپړ ډول عملي شي،

د افغان سولې په اړه د پختونخوا د خلکو نظرونه
د افغان سولې په اړه د پختونخوا د خلکو نظرونه

دا هم باید یاده کړو چې د طالبانو پاکستان ته اول بندیز او بیاېې سفر کول د خلکو غبرګونونه راپارولي دي او وايي چې څنګه طالبان یو هېواد په رسمي ډول سفر کوي او هلته بیا د هېواد په مهمو مسایلو باندې بل هېواد سره بحثونه کوي دويي وايي چې اول ېې په بندیز ولګوو او بیا ېې ورته د سفر بلنه ورکړه دا څه معنی لري اوچې افغانستان رسمي حکومت لري ولې دولت سره په دغو موضووعګانو باندې خبرې نه کوي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button