ژوندنړیوال خبرونه

د ملت دولتونو په جوړیدو سره د ملي بیرغونو دود کیدنه

په اوسنۍ نړۍ کې د یوه هیواد له ملي ارزښتونو یو یې هم ملي بیرغ بلل کیږي

بيرغ د رخت يوه ټوټه ده چې معمولا يو په يوه نيم متر کې او يا تر دې زيات وي. دا ټوټه د کميت له اړخه ډېره بيه نه لري خو له معنوي اړخه دومره درنه او ارزښتناکه وي چې ملتونه يې د لوړ ساتلو په لار کې سرونه بايلي، خو هغه لوړ او سرلوړی ساتي. همداراز د رخت دا ټوټه ملتونه په نښه کوي او د خپلواکۍ د اعلان په توګه يې د خپلواک هېواد په فضا کې سرلوړې رپا کوي.

بيرغونه د ډلو، قبيلو، ملتونو، لښکرو، سيمو او هېوادونو د پېژندګلوۍ لپاره رامنځته شوي دي او د دوی د پېژندنې ځانګړنې او نښې نښانې پکې خوندي وي.

د بيرغ پيدايښت له ډېرو لرغونو زمانو سره تړلی او په ډېرو پخوانيو لښکرکشيو کې يې د مخکښۍ بڼه درلودلې ده او د ډېرو لرغونو واکمنیو د خاورې سياسي پولې او بريدونه يې په نښه کړي دي.

بیرغ ډېرو پخوانیو انسانانو هم پيژانده او استفاده یې ترې کوله او نیمه وحشي قبایلو هم  خپله پیژندګلوي پرې کوله.

له دې نه ښکاري چې بیرغ انسانانو له ډېر پخوا نه د عزت، لویۍ، ځواک، سپیڅلتیا او ویاړ د نښې په توګه پیژندلی او ټاکلی و او د هغه درناوی او احترام یې کاوه همداراز په جګړو او لښکرو کې بیرغونه د جګړې لوري په نښه کول، د بیرغ لوړولو، عسکرو او جنګیالیو ته مورال  وربښل او په جګړو کې د بیرغ په ویشتل کېدو او د بیرغ په ویشتل کېدو او د بیرغ په رانسکورېدو سره به یوه غونډ لښکر ماتې خوړله او له منځه به تلل.

په افغانستان کې یې مخینه

په افغانستان کې هم بيرغ له ډېرو پخوا نه پيژندل شوی، دود شوی او پر کېږديو او ماڼيو ځړول شوی دی. بيرغ له افسانوي او اساطيري دورې نه په آريانا کې رامنځته شوی، بدلونونه يې موندلي او په افغانستان کې د آزادۍ او خپلواکۍ په شمال رپېدلی او خوځېدلی دی. د آريانا په زړو اساطيرو کې بيرغ د (درفش) په نامه يادېده. دغو خلکو درې زره کاله پخوا يو کاوياني درفش درلود چې په اوستا کې «کاوش درفشه» بلل شوی چې له څرمنې جوړ شوی و. دغه بيرغ ژړ، سره او ياسمني رنګونه درلودل البيروني وايي چې دا بيرغ د زمري له څرمنې څخه جوړ شوی و او هم په زرو او ملغلرو ښکلی شوی و، خلکو به مقدس ګاڼه او پاچايانو به پورته کاوه. دا چې د زمري له څرمنې يې جوړ کړی و، مانا يې ځواکمني او د مټو پياوړتيا وه.

همدارنګه له اسلامه په وړاندې تاریخ کې چې زموږ د هیواد تمدن به بلخ کې رازرغون شوی و، د دې ښار د کلا پر برجونو ډیر بیرغونه رپیدل چې د بیرغونو د ښار په نوم یې شهرت درلود.

افغانستان ته د اسلام د سپيڅلي دين تر راتګ وروسته د افغانستان واکمنان هم د خلافت د مرکز له خوا ټاکل کېدل، نو ځکه بيرغونه هم د خلافت له درباره نه ورته راليږل کېدل.

نور ولولئ: نجیبه فیض د درې رنګه بیرغ په اړه

وروسته بيا اعلحضرت امان الله خان د ۱۳۰۷ کال په لويه جرګه کې تور دولتي بيرغ له منځه يووړ او په عوض يې درې رنګه بيرغ چې تور، سور او زرغون رنګ يې درلود رامنځته کړ.

د طالبانو له راتګ سره دوی خپل بيرغ سپين ټاکلی او په تور یې مبارکه کلمه يې پرې ليکلې ده خو تر اوسه کومې لويې جرګې د ملي بيرغ په توګه نه دی منلی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button