لوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د ننګرهار والي د راشد خان کوربه وو

د هېواد کرکټ ملي ټيم مشهور ورو توپ اچونکي راشد خان د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره ملاقات وکړ،د ننګرهار والي شاهحمود میاخیل د راشد خان کوربه وو او نومووړي لوبغاړي ته ېې ملمستیا کړې وه

د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي وو ، چې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې له راشد خان سره وليدل.شاه محمود مياخېل يو ځل بيا راشد خان ته د هغه د مور د مړينې له امله د تسليت او ډاډګيرنې مراتب وړاندې کړل، همدا راز يې په ننګرهار ولايت کې کرکټ ته دپرمختګ ورکولوپه اړه بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

دجلال آباد والي وياند په يو بل پوسټ کې بيا له راشد خان سره عکسونه خپاره کړي دي او ليکلي يې دي، چې ننګرهار والي راشد خان او د هغه کورنۍ ته نن مېلمستيا کړې وه.د يادولو وړ ده چې د ملي لوبغاړي راشد خان مور څو ورځې مخکې په جلال اباد کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړه، چې لومړۍ جنازه يې په جلال اباد کې او دويمه جنازه يې په اچين ولسوالۍ کې ترسره شوه او هماغلته خاورو ته هم وسپارل شوه.

د نوموتې پلير راشد خان د مور د مړينې له امله په جلال اباد کې دى، چې له دې مخکې نوموړى په کابل کې په تمريناتي کمپ کې و، چې شاوخوا ١٧ ورځې مخکې پيل شوى دى او يوه مياشت دوام به کوي.د راشد خان د مور په مړينه نه يوازې دا چې د ملي لوبډلې لوبغاړو، چارواکو او هېوادوالو له هغه سره غمرازي وکړه، بلکې ځينې نوموتو بهرنيو لوبغاړو هم له هغه سره په دې ورځ غمرازي ښکاره کړه.

د یادونې وړ ده د ننګرهار الي په څېر باید ټول سیاسي او دولتي چارواکي د دغسې مشهورو او قومي پلیرانو ستاینه وکړي او د هغويي په غم کې ځان شریک وګڼړي ترڅو دغه نیشنل پلیران لا نور هم وځلیږي او افغانستان ته نور ویاړونه هم راوړي

راشد خان د ملي ټيم په ۲۰ اوریزه او ۵۰ اوریزه لوبو کې لوبيږي اوافغانستان لپاره اکثره لوبو کې ښه پرفامنس ښايي نوموړۍ د اي سۍ سۍ لووبو ترڅنګ هند تجارتي لیګونو کې هم لوبيږي او د افغانستان په پلیرانو کې تر ټولو نه په زیاتو پیسو اخيستل کيږي دولت باید نوموړۍ نور هم وستايي ترڅو د افغانسنتان أباره نورو لوبو وګټي او د افغانستان نوم په کرکټ کې نور هم وځليږي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button