نړیوال خبرونه

د ننګرهار والي مولوي فدا محمد د خپلواکی د ورځ مبارکي

د ننګرهار والي مولوي فدا محمد د خپلواکی د ورځ مبارکي .مهم پيغام د ننګرهار پتمنو ولسونو او د جلال اباد قدرمنو ښاریانو!تر هرڅه لومړی د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۲ یمې کالیزې د را رسیدو له امله تاسې ټولو ته مبارکي وایم.

او تاسې ته ډاډ درکوم چې د افتخاراتو ډکه دغه ورځ به د غازي شاه امان الله خان مزار ته څېرمه په امیرشهید بڼ کې په شاندارو مراسمو سره لمانځل کېږي.یو شمېر کسان غواړي چې ستاسې د سپېڅلو احساساتو څخه په ګټې اخیستنې په ښار او ولسوالیو کې د ملي بیرغ او خپلواکۍ ورځې د نمانځنې تر نامه لاندې ګډوډي جوړه کړي.

20210819 113209

ددې لپاره چې کومه خواشینوونکې پېښه رامنځته نشي، له تاسې مجاهد ولس هیله کوم چې د استقلال ورځې د لمانځنې مراسمو ته په دوه بجې امیرشهید بڼ ته تشريف يوسئ، زموږ امنيتي مسئولين به ستاسو امنيت ونيسي.

یادونه: هغه کسان چې له دې خبرتیا وروسته بيا هم په ښار او ولسوالیو کې د ګډوډۍ هڅه کوي، که کوم تکلیف ورته ورسیده، مسؤلیت به يې په خپله غاړه وي.
درنښت.

شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم
د ننګرهار ولایت والي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button