د هند او افغانستان سریز؛ درې شلاوریزې لوبې به په نوې ټکنالوژۍ خپرې شي

د کرکټ مشهوره وېبپاڼه کریکبز راپور ورکړی چې د هند او افغانستان سریز درې شلاوریزې سیالۍ به د پرمختللو ټلوېزیوني او ډیجیټلي ټکنالوژیو په کارولو سره په لوړه کچه تولید او خپرې شي.
د کریکبز د راپور له مخې، دغه درې لوبې به د سپټمبر په ۱۳مه، ۱۵مه او ۱۷مه د هند په نوي ډیلي کې ترسره شي. افغانستان به په دې لړۍ کې د کوربه لوبډلې په توګه د هند پر وړاندې ولوبېږي.
د هند او افغانستان سریز کې به کومې ټکنالوژۍ وکارول شي؟
د راپور له مخې، د دغو سیالیو د خپرونو لپاره به د مصنوعي ځیرکتیا، پرمختللو کمرونو، درېبعدي تکرارونو او فوقالعاده ورو کمرونو په ګډون بېلابېلې نوې ټکنالوژۍ وکارول شي.
لیدونکو ته به د لوبې مهمې شېبې له بېلابېلو زاویو وړاندې کېږي او درېبعدي تکرارونه به د مهمو صحنو د لا روښانه ښودلو لپاره کارول کېږي.
همداراز، د ځینو فوقالعاده ورو کمرونو د ثبت وړتیا به په یوه ثانیه کې له ۶۰۰ څخه د زیاتو انځورونو ته رسېږي، چې له مخې به یې د لوبې مهمې شېبې په ډېرې لوړې کچې سره ښودل کېږي.
د نړیوالو سیالیو تجربه لرونکی تولیدي ټیم
د هند او افغانستان سریز د خپرونو د تولید مشري به جیمي اوکفورډ کوي. نوموړي د فوټبال د نړیوال جامونو او د اروپا د اتلانو لیګ د پایلوبو په څېر د سترو نړیوالو ورزشي سیالیو د تولید او لارښوونې تجربه لري.
د کریکبز په وینا، د دې لړۍ د خپرونو د لوړ کیفیت هدف دا دی چې د کرکټ د دوهاړخیزو سیالیو د ټلوېزیوني تولید لپاره نوی معیار رامنځته شي.
د خپرونو په جریان کې به هڅه کېږي چې لیدونکو ته داسې تجربه ورکړل شي چې د لوبغالي له غوره ځایه د لوبې د لیدلو احساس وکړي.
د هند او افغانستان سریز درې واړه شلاوریزې لوبې به په نوي ډیلي کې ترسره شي او د پرمختللې ټکنالوژۍ کارول به د دې لړۍ له مهمو ځانګړنو څخه وي.



