لوبېلوبې خبرونهنړیوال خبرونه

د هند سوپر ليګ سيالۍ (IPL) تېره ورځ شروع شوې

د دغه سياليو د پيل لوبه د ګجرات ټايټنس او چينای سوپر ګينګ لوبډلو تر منځ په نريندرا مودي نړيوال لوبغالي کې تېره شپه د مارچ په ۳۱مه نېټه ترسره شوه

دغه جالبه او زړه راښکونکې لوبه په وروستي اور کې ګجرات ټايټنس وګټله. د نوموړې لوبې پچه د ګجرات ټايټنس لوبډلې مشر هارډيک پانډيا وګټله او د توپ اچونې پرېکړه يې وکړه. د چينای لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ګيک واډ ۹۲ منډو پر مټ ۱۷۸ منډې ترسره کړې او خپلې سیالې لوبډلې ګجرات ته يې د ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.

په نوموړې لوبه کې راشد خان ډیره ښه توپ اچونه وکړه چې په آي پي ایل کې مرستيال کپټان هم دی او په ۴ اورونو کې يې ۲۶ منډې سيالې لوبډلې ته ورکړې او د هغوی ۲ تکړه او پيليز لوبغاړي يې وسوزول.

د نوموړې لوبې په دويمه پاڼۍ کې د ګجرات لوبډلې له لوري شبمن ګيل ۶۳ منډې وکړې خو د لوبې په وروستيو کې راشد خان په ۳ بالونو ۱۰ د بريا منډې جوړې کړې او لوبه يې خپلې لوبډلې ته وګټله.

د آی پي اېل د سږني پړاو د پيل لوبې، غوره لوبغاړی راشد خان وټاکل شو چې په دواړو اړخونو (توپ اچوونه او توپ وهنه) کې يې ښه کارکردګي وکړه.

د روان ۲۰۲۳ ميلادي کال آی پي اېل سياليو په پیلیزو مراسمو کې د باليووډ مشهورو اداکارانو ګډون درلود

د باليووډ فلمي نړۍ نوموتو اداکارانو لکه: ارجيټ سنګ، ټايګر شروف، کاترينا کيف، رشميکا منډنا، تمنا باټيا او نورو ګډون لاره چې خپل هنرونو يې نورو ګډونوالو او د کرکټ لوبغاړو ته وړاندې کړل.

په سږني آی پي اېل کرکټ سوپر ليګ کې د افغانستان پنځه لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې لوبيږي.

د افغانستان نه سږني آی پي اېل ليګ ته يو توپ وهونکی رحمان الله ګربز او څلور توپ اچوونکي: راشد خان، نوين‌الحق، فضل الحق فاروقي او نوراحمد لکڼوال اخيستل شوي دي.

د آی پي اېل د لوبو په دوام نن ماسپښين د کلتکه نايټ رايډرز او پنجاب کيکنز تر منځ د افغانستان په وخت په ۲:۳۰ بجو لوبه ترسره کيږي. د نن ورځې دويمه لوبه د لکناو سوپر جاينټ او ډهلي کپيټلس تر منځ د ماښام په ۶:۳۰ بجو تر سره کيږي.

نور ولولئ: د روان کال IPL د راشد خان لپاره تر ټولو غوره خو د نبي او مجيب لپاره ښه نه وو

د نن ورځې په لومړی لوبه کې رحمن الله ګربز د کلکتې په ګټه د لوبې ميدان ته وځي او ګڼشمېر کرکټ پوهانو يې د ښې لوبې کولو اټکل کړی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button