نړیوال خبرونه

د هند پر وړاندې سویلي افریقا په دویمه ټیسټ لوبه کې بریا خپله کړه

د هند او سویلي افریقا ترمنځ د دریو ټیسټ لوبو د دویمې لوبې پایله ښکاره شوه، سویلي افریقا د هند لوبډلې ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. دا لوبه د سویلي افریقا په کوربتوب په جوهانسبرګ کې ترسره شوه، د لوبې په پیل کې هند لوبډلې پچه وګټله او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

هند په لومړۍ پاڼۍ کې ۶۳.۱ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل، ۲۰۲ منډې یې وکړې. د دوی لوکیش راهول ۵۰ او رویچندران ۴۶ زیاتې منډې وکړې. د سویلي افریقا لخوا مارکو جانسن ۴، کاګیسو رباډا او دوانې الوییر ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

سویلي افریقا د هند ۲۰۳ منډو په ځواب کې ۷۹.۴ اورونه ولوبول، ټولې ویکټې یې له لاسه ورکړې، ۲۲۹ منډې لري او په هند یې ۲۶ منډې واوړولې. د دوی له لورې کیګن پیټرسن ۶۲ او ټمبا بواما ۵۱ زیاتې منډې وکړې. د هند لپاره شردل ټاکور ۷، محمد شامي ۲ او جسپریټ بومرا ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

نور یی ولوله | د چین یو ښار ډیر شمېر اوسېدونکي په نیمه شپه قرنطین شوي

هند، سویلي افریقا ته د هدف ټاکلو لپاره بیا توپ وهنه پیل کړه، ۶۰.۱ اورونه یې ولوبول، ۲۶۶ منډې یې وکړې او افریقا ته یې د ۲۴۰ منډو هدف وټاکه، د دوی له لورې چیشتور پوجارا ۵۳، اجینکیا رهاني ۵۸ او هنوما وهاري ۴۰* منډې وکړې. د سویلي افریقا لپاره کاګیسو رباډا، مارکو جانسن او لانګي نیګډي ۳-۳ او ډوین اولیور ۱ ویکټ ترلاسه کړه.

سویلي افریقا د ۲۴۰ منډو هدف د درې لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او هند ته یې ماتې ورکړه، په دې سره لوبلړۍ ۱-۱ مساوي شوه. د افریقا له لورې ایدین مارکرام ۳۱، کیګن پیټرسن ۲۸، وین در دوسن ۴۰ او دیان ایلګار ۹۶ منډې وکړې. د هند لپاره محمد شامي، شردل ټاکور او رویچندران اشوین ۱-۱ ویکټ ترلاسه کړه.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button