نړیوال خبرونه

د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ بېلابېلو برخو څخه د ولسمشر غني لیدنه

ولسمشر محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د هوایي ځواک عمومي قومندانۍ له بېلابېلو برخو د طیارو او هلیکوپترو ترمیماتي ورکشاپ، د هوایي بریدونو د سوق او ادارې ځای، د ټرانسپورټي الوتنو تنظیم، طیارو او هلیکوپترو څخه لیدنه وکړه.

د هوایي ځواک عمومي قومندانۍاو د ۷۷۷ هوايي لوا قومندانانو د هوایي ځواک د اوسني وضعیت ترڅنګ ځینې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه هم له جمهوررئیس سره شریک کړل.د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح د طیارو د حفظ او مراقبت او د پیلوټانو د مسلکي روزنې په برخه کې د حکومت لومړیتوب ته په اشارې وویل، د هوایي ځواک پر تجهیز او پیاوړتیا لا ډېره پانګونه کېږي.

د هیواد جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ځانګړي ډول د هوایي ځواک هڅو او مبارزې څخه په مننې وویل، د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسیدګي په لړ کې به د هوایي ځواک د پاتې شهیدانو مستحقو کورنیو ته هم کورونه او اپارتمانونه ورکړل شي.

fb img 1625368373265

همدارنګه د هوایي ځواک منسوبینو شپه او ورځ د هیواد د دښمنانو پر ضد د عملیاتو په موخه د کافي تجهیزاتو او بشپړ چمتووالي په اړه جمهوررئیس او افغان ولس ته ډاډ ورکړ او وی ویل دوی به پهخپله ټوله توانای سره دهېواد ساتنه وکړي.

د یادولو وړ ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو ځایونو کې جنګ تېز روان دی او ورځ تر بله د طالبانو لخوا مختلفو ولسوالیو نیولو دعوی کیږي چې دا د اندېښنې وړ خبره ده خو بلخوا بیا د ملي امنیتي ځواکونو لخوا د عملیاتو د چټکتیا خبر هم ورکول شوی دی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button