نړیوال خبرونه

د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر منسوبېنو سره ولسمشر غنی ټلیفوني خبرې کړي

د هیواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو یو شمېر منسوبېنو سره د جمهوررئیس ټلیفوني خبرېجمهوررئیس محمداشرف غني د جګړې په لومړۍ کرښه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د ټلیفوني تماسونو په لړ کې پرون مازدیګر خبرې وکړې.

ښاغليغني د بامیانو امنیه قومندانۍ د جلب او جذب د پلان آمر څارمن محمد علي، د هلمند ولایت د ملي امنیت ښاري مدیر جګړن اغالالي او د کاپیسا ولایت د مخکېني مرستیال شهید عزیزالرحمن ځوی محمد شعیب سره خبرې وکړې.جمهوررئیس له څارمن محمدعلي سره په ټلیفون تماس کې د بامیانو ولایت د کهمرد او سیغان ولسوالیو د بېرته نیولو په خاطر د نوموړي او د ده د همسنګرانو د چټکو اقداماتو مننه وکړه.

هغه وویل، تاسې د وطن او خلکو د دفاع په خاطر په مېړانه او پیاوړې اراده د دښمن پر وړاندې ودرېدئ او د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه زما بشپړ ملاتړ له ځانه سره لرئ.همداراز جمهوررئیس جګړن اغالالي سره په ټلیفوني خبرو کې د هیواد د دفاع او د هیوادوالو د امنیت د تامین په برخه کې د نوموړي او د ده د همسنګرانو د هڅو قدرداني وکړه.

fb img 1627040067480

ولسمشر غني په بله جلا ټلیفوني اړیکه کې د کاپیسا ولایت د مخکېني مرستیال شهید عزیزالرحمن خان ځوی محمد شعیب ته یو ځل بیا خپله خواخوږي او همدردي څرګنده کړه وې ویل، ستاسې پلار یو اتل وو.او مونږ د هغه کړنې ستایو.

یادو منسوبینو وویل چې د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ له وطن، وطنوالو او جمهوري نظام څخه دفاع کوي. د شهید عزیزالرحمن خان ځوی وویل، د خپل پلار لارې ته د دوام ترڅنګ به له ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو دفاع کوم.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button