ځایی

د هېواد په څلورو ولايتونو کې د سېلابونو له کبله درې کسان مړه شوي

په فراه، هرات، غور او غزني ولايتونو کې سيمه‌ييزې سرچينې وايي چې په دغو ولايتونو کې د سېلابونو راوتلو له کبله درې کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د فراه ولایت سرچینو منلې چې جمعه د غويي پر ۱۴مه د دغه ولایت په اناردرې ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له کبله یو تنکی ځوان مړ شوی دی.

جایدادونو ته اوښتی زیان

د دې سېلاب په پایله کې تر ۲۵ زیاتو استوګنیزو کورونو او سلګونه جريبه کرنيزې ځمکې ته زیان رسېدلی دی.

د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په «یک دوکان» کلي کې هم یو ۸ کلن ماشوم د سېلاب راوتلو پېښه کې مړ شوی.

ورته مهال د مرغاب غور ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې سېلاب د دې ولسوالۍ په بازار کې شاوخوا ۵۰ دوکانونه ویجاړ کړي دي.

نور ولولئ: دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

نور ولولئ: په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

د میدان وردګ ولایت طالب سیمه‌ییز مسوولاهم وايي چې د دغه ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په «طویکي» کلي کې پرون د سېلابونو راوتلو له کبله یوه ښځه مړه شوې او پنځه نور ټپیان شوي دي.

له دې وړاندې د لویو لارو تړل کېدل

اخوا، څه موده وړاندې په روزګان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي وو چې په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له کبله د کندهار – روزګان سړک تړل شوی دی. دغه راز، نوموړي ریاست زیاته کړې چې سېلاب یو بوډا وړی او مړی یې ورک دی.

ورته مهال، د روزګان مرکز ترینکوټ کې د یوې کوټې چت پرېوتو په پېښه کې بیا یو سړی مړ شوی و او بل ژوبل و.

د سرچینو په خبره، د دغه ماشوم مړی د ولسوالۍ کلینک ته وړل شوی او تراوسه یې د خپلو خپلوانو درک نه شته.

بل لور، په هلمند کې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې سېلابونو یو زر او ۴۰۲ تختې سولر له منځه وړي دي. د هغوی په خبره، سېلابونو او بارانونو بیا د دغه ولایت کروندګرو ته څه باندې ۸۰۰ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی.

تازه د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست خبرداری ورکړی چې ښايي په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې تېز بارانونه وورېږي او د سېلابونو راوتلو لامل شي.

د یادونې ده چې له دوو ورځو راپدېخوا د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بارانونه ورېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button