ژوندلوبېلوبې خبرونه

د ورزش ګټې او ورته پاملرنه

ورزش د صحت او ښه ژوند کولو لپاره ډېر مهم دی خو لا هم هومره توجه نه ورته کيږي، څومره چې لازمه ده

فزيکي فعاليت او ورزش د انسان د تندرستۍ لپاره بې شميره ګټې لري، چې يو څو يې په لاندې ډول دي:

۱ـ د حافظې ښه والی:

څېړنو ښوولې چې په منظمه توګه ورزش کولو سره، مغز ته په پوره توګه اکسیجن او انرژي رسیږي چې په دې سره حافظه قوي کيږي او د انسان د راحتۍ سبب کيږي.

۲ـ پر نفس د باور لوړوالی:

د ورزش کولو له لارې د انسان بدن مناسبه بڼه خپلوي، چې دغه کار د انسان د رضایت او بیا پر نفس د باور لامل کیږي چې انسان کولی شي پر خپل نفس برلاسی شي.

دغه راز په کلبونو کې ورزش کول د انسان ټولنیزې اړیکې هم پراخوي.

۳ـ د اندېښنو او فشار کموالی:

ټول انسانان په ورځني ژوند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، نو د فکري بدلون یوه ښه لار هم همدا ورزش دی.

د ورزش له لارې کولای شو، خپلې ځينې اندېښنې لېرې کړو او د بې ځايه منفي فکرونو او انديښنو مخه نيولی شي.

۴ـ آرام خوب:

څېړنو ښوولې ورزش د دې لامل کیږي چې انسان د شپې ښه او آرام خوب وکړي. په ټوله کې ویلای شو چې ورزش د بې خوبۍ ښه درملنه ده. د نورو چارو د منظمولو سره-سره خوب هم منظموي.

له یاده مه باسی مخکې تر ویده کېدو ورزش کول برعکس پایله لري او د بې خوبۍ لامل کیږي، نو ښه به دا وي چې سهار او یا هم مازدیګر مهال ورزش وشي.

۵ـ د بدن د انرژۍ ډېروالی او استقامت:

زیاتره خلک په دې اند دي چې ورزش د انرژۍ د کموالي لامل کیږي، خو واقعیت بل څه دي او څېړنو ښوولې چې په منظمه او دوامداره توګه ورزش کول د استقامت او انرژۍ د ډېرېدو لامل کیږي.

۶ـ د عمر اوږدوالی:

څېړنو ښوولی هغه کسان چې ورزش کوي د هغو په پرتله چې ورزش نه کوي په منځنۍ توګه ډېر او ښه ژوند کوي.

۷- ورزش کول زموږ ظاهري حالت ښه کوي:

په منظم ډول ورزش کول زموږ ظاهري بڼه جوړوي او د اندامونو ښکلا زموږ ظاهري حالت ښکلی کوي چې په نتيجه کې يې د انسان په ځان باور هم زياتيږي.

که غواړئ چې اوږد خوږ او ښه ژوند ولرئ نو ورزش کول مه هېروئ.

نور ولولئ: د ورزش په ډکر کې د افغانستان پينځه غوره لوبغاړي

نو که غواړو چې ژوند مو منظم شي او له خپل ژوند خوند واخلو بايد په منظمه توګه ورزش وکړو.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button