نړیوال خبرونه

د ولسمشرغني په مشرۍارګ کېدکابينې غونډه تر سره شوه

ولسمشرغني له کابينې سره په اقتصادي ودې خبرې کړي دي پرون د کابینې غونډه د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه ، د کرونا وايروس، امنيتي پېښو او نورو موضوعاتو ترڅنګ پکې پر اقتصادي ودې هم خبرې وشوې.

اول جمهوررئیس په ملک کې د ترهګریزو پېښو د شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ، د عامې روغتیا وزارت چارواکو سره د کرونا پېښو د غیر رسمي شمېرو په تړاو د خپلې غونډې په اړه د کابینې غړو ته معلومات وړاندې کړل او وۍ ویل ، د مطالعې او څېړنې لپاره په کرونا ویروس د اخته کسانو د غیر رسمي شمېرو دقیق او مشخص کېدل ډېر وخت ته اړتیا لري، ترڅو دغه شمېرو په اړه خلکو ته معلومات وړاندې شي

د دې ترڅنګ ریس جمهور غني دمالیې وزارت سرپرست څخه د هیواد په بندرونو او ګمرکونو کې د امنیتي کامرو د نصب لپاره د اقداماتو او نوښتونو ستاینه وکړه او دغه نوښت یې فساد سره د مبارزې په برخه کې ارزښتناک وباله ولسمشر وویل چې دغه رقم کړنې باید ټول همدې ترتیب، ولسمشر د پاسپورټونو د وېش په موخه د افغان پُسټ اداره کې د شته ظرفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او اړوندو ادارو ته یې دنده وسپارله ترڅو په دې برخه کې ستونزې حل کړي، همداراز والیانو پخپلو ولایتونو کې د پاسپورټونو د وېش بهیر د چټکتیا لپاره خپل مشخص وړاندیزونه اړوندو ادارو ته وړاندې کړل.

په دوام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د تشکیلاتي تورم او د موازي ادارو د موجودیت مخنیوي لپاره د دولتي ادارو تشکیل وارزوي او راپور یې د سلاکارانو او بالمقطع کارکوونکو او د هغوی موثریت په یادولو سره ترتیب او د حکومت رهبرۍ غونډې ته وړاندې کړي.

کابینې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته دنده وسپارله ترڅو په یوه اونۍ کې غیر رسمي شمېرې او د کرونا له امله د ولایتونو د وضعیت څرنګوالي راپور راټول او عامې روغتیا وزارت سره شریک کړي.

همداراز عامې روغتیا وزارت موظف شو ترڅو د حکومت د رهبرۍ غونډې د لارښوونو پر اساس له ولایتونوڅخه د مړو شویو او ښو شویو کسانو را رسېدلي شمېر ته په پام په کرونا ویروس د اخته کسانو غیر رسمي شمېر په دقیق او واضح ډول ترتیب او د حکومت رهبرۍ غونډې ته تر وړاندې کولو وروسته یې د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.کابینې کرونا سره د مبارزې د عامه پوهاوي په برخه کې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتيژيکو اړیکو ادارې تېر اغېزناک فعالیتونه وستایل، مننه یې ترې وکړه او هدایت یې ورکړ چې د تېرو فعالیتونو په دوام دې یو ځل بیا کرونا سره مبارزې د عامه پوهاوي د برخې مسوولیت واخلي، اړونده ادارو ته یې په دې برخه کې د همکارۍ سپارښتنه وکړه.

همدارنګه ولسمشر غني د هرات، خوست او جلال اباد ښارونو د چوکاټي پلانونو د بشپړولو او د مزار شریف او کندهار ښارونو د مقدماتي پلانونو د نهایي کولو په موخه غونډې ته معلومات ورکړل؛ د ښار جوړولو او ځمکو وزارت یې موظف کړ ترڅو د دې چوکاټونو د معیارونو پر اساس د هیواد د نورو ښارونو د پلان جوړولو لپاره اقدام وکړي.»

په دوام، د کندهار والي د ټولو والیانو په استازیتوب د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتونو په کچه د حکومتي مسوولینو د بیا، بیا او لنډمهالي تغییر او تبدیل مخنیوي؛ د ښارونو په کچه د انکشافي پروژو د پرمخ وړلو په موخه له مالیې وزارت څخه ښارواليو ته د ښاري خدمتونو د راټول شوي ټکس د انتقال او پر وخت د پروژو د قسطونو پیسو د نه ورکړې له امله د پروژو د چارو د ځنډ په اړه خبرې وکړې، په هره برخه کې یې خپل وړاندیزونه غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې په دې برخه کې اړوندو بنسټونو ته مشخصې دندې وسپارلې.

اوس وخت د دې رارسدلۍ دی چې باید ټول د کابینې وزیران د هېواد د عامو وګړو ته د خدمت وړااندې کولو ترڅنګ د ولسمشر هدایاتو ته غوږ کيږدي او باید د ولس خدمت ته کار ووایي ځکه د افغانستان خلک د ډېر وخت راهيسې په بدبختیو باندې اخته دی نو اوس باید حکومت عامو وګړو ته باید خدمت وکړي او د یو ارام ژوند فضا ورته وړامدې کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button