نړیوال خبرونه

د ولسمشرډونالډ ټرمپ کورنۍ

د امریکا اوسني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۱۹۷۷ ز کال کې له ایوانا ماري زلنیچکوا سره واده وکړ. ایوانا ماري یو موډله وه، خو له ټرمپ سره تر واده وروسته د هغه په شرکت کې د طراحۍ او معمارۍ د مدیر مرستیاله وټاکل شوه، هغې د خپلې دغې دندې پر مهال کې د کومودور هوټل په بیارغونه کې مهم نقش ولوباوه. ټرمپ له هغې نه درې بچیان لري، چې یوه جینۍ د ایوانکا په نوم او دوه هلکان د جونیور ترمپ او اریک ټرمپ په نوم دي. ټرمپ له خپلې دغې مېرمنې نه په ۱۹۹۱ ز کال کې طلاق واخیسته.

د ټرمپ لومړۍ مېرمن ایوانا ماري

ټرمپ چې لومړۍ مېرمنې ته طلاق ورکړ، نو دوه کاله وروسته یې له فلمي لوبغاړې مارلا ماپلس سره واده وکړ. دا په داسې حال کې چې دوی دواړو تر واده مخکې د ټيفاني په نوم یو زوی هم درلوده. هغه په ۱۹۹۷ ز کال کې له مارلا ماپلس نه جدا شو او هغې ته یې د طلاق پر مهال دوه میلیونه ډالر ورکړل.

د ټرمپ دوهمه مېرمن مارلا ماپلس

ټرمپ په ۲۰۰۵ ز کال کې د درېیم ځل لپاره واده وکړ. د هغه درېیمه مېرمن میلانیا ناوس چې یوه موډله او ډیزاینره وه. د دوی دواړو یو زوی په ۲۰۰۶ ز کال کې وزېږېده، چې بارون ویلیام نومېږي او د ټرمپ پنځم او د نوې مېرمنې یې لومړنی زوی دی.

ولسمشر ټرمپ او مېرمن یې میلانیا ټرمپ

ټرمپ د ۷ لمسیانو نیکه دی. پنځه لمسیان یې د جونیور ټرمپ بچیان دي او دوه لمسیان یې هم د ایوانکا ټرمپ دي.

د ټرمپ مشر زوی جونیور ټرمپ د پنسلوانیا په پوهنتون کې د املاکو او مالیې په برخه کې زده کړې کړې دي او اوس د ټرمپ سلاکار دی.

د ټرمپ مشر زوی جونیور ټرمپ

د ټرمپ مشرې لور ایوانکا ټرمپ هم د خپل پلار او ورور په څېر د پنسلوانیا په وارتوني پوهنتون کې زده کړې کړې دي. هغه په ۱۷ کلنۍ کې د یوې مودې لپاره موډله هم وه، خو بیا یې موډلېنګ پرېښود. ایوانکا او خاوند یې اوس مهال د ولسمشر ټرمپ سلاکاران دي.

د ولسمشر ټرمپ مشره لور ایوانکا ټرمپ

د ټرمپ درېم بچی اریک ټرمپ د ورور او خور برعکس د جورج ټاون له پوهنتون نه فارغ شوی دی. هغه په ۲۰۱۲ ز کال کې له خپلې یوې پخوانۍ ملګرې لارا یونسکا سره واده وکړ.

اریک ټرمپ او د هغه مېرمن

د ټرمپ د دوهمې مېرمنې لور ټیفاني له خپلې مور سره لویه شوې ده. هغې هم د پنسلوانیا په پوهنتون کې زده کړې کړې دي او له موډلنېګ سره ډېره مینه لري.

بارون ټرمپ د ټرمپ کشر زوی دی، چې له وروستۍ مېرنې ملانیا ټرمپ نه زېږېدلی دی. هغه اوس هم په زده کړو بوخت دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button