نړیوال خبرونه

د ولسمشر غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د چمتوالي غونډه ترسره شوه

د ولسمشر غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د چمتوالي غونډې ترسره شوه.ولسمشر غنی نن له غرمی مښکې دڅا رنې اوهمغږی ګډ بورډ چمتووالی غونډه ترسره شوه.

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د چمتووالي غونډه کې د اړوندو ادارو مسوولینو د خپل تیاري راپورونه وړاندې کړل.په پیل کې د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي وویل، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډه کې به ټولې اړوندې ادارې د جینوا کنفرانس د ژمنو د تعقیب او تحقق په تړاو خپل راپور ملت، دولت او نړیوالې ټولنې سره شریک کړي.

جمهوررئیس غني د بېلابېلو ادارو د راپورونو او برنامو تر اورېدو وروسته د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ غونډې ته د ادارو تیاری وستایه وې ویل، سره له دې چې سره له دې چې سږ کال له وچکالۍ، کرونا او جګړې سره مخ یوو، خو درې سلنه تورم او یو سلنه اقتصادي وده د افغانستان لپاره ښه خبر دی.

د هیواد جمهوررئیس په عدلي او قضایي دستګاه کې اصلاحات، راتلونکې اونۍ د افغانستان د ډیجیټلي کولو پروسې پیل او د اصلاحاتو پروسې مالکیت ترلاسه کول د فساد پر وړاندې مبارزه کې لوی ګامونه وبلل.

fb img 1627295498861

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، ماحول تغییر شوی، د بین المللي تروریزم هجوم سره مخ یوو، خو خلک دې ډاډ ولري چې جمهوریت ساتل کېږي او نړیواله ټولنه د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button