ټکنالوجي

د وټساپ نوي فنکشنونه

نوې بڼې به ژر راشي

د میټا شرکت مالک مارک زوکربرګ د سه شنبې په ورځ څرګنده کړه چې په واټساپ کې به ډیر ژر نوې ځانګړتیاوې وړاندې شي

کارونکي به وکولی شي یوه ډله پریږدي پداسې حال کې چې نور کارونکي نشي کولی

مارک زوکربرګ پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي چې درې نوې ځانګړتیاوې به واټساپ ته زیاتې شي، چې له مخې به یې کاروونکي وکولی شي له یوه ګروپ څخه په داسې حال کې ووځي چې نور کاروونکي پوی نه شي. کاروونکی به وکولی شي چې خپل د انلاین ښودلو سیستم کنترول کړئ، او دریم چې د یو ځل عکس “view once” لیدلو ځانګړتیا پرمهال د سکرین شاټ اخیستلو مخنیوی وکړئ

نور یی ولوله | د یو عجیبې الوتکې په اړه ولولی

نور یی ولوله | د افغانستان روبوټ جوړونکو ټیم قطر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي

یعنې د یادو ځانګړتیاو په مرسته تاسې کولی شئ خپل ګروپ کنترول کړئ، چې که وغواړئ له یوه ګروپ څخه ځان وباسئ د ګروپ نور ملګري نه پوهیږي. د معلوماتو له مخې، یوازې د ګروپ اډمین به وکولی شي هغه کاروونکی چې له ګروپ ووځي وګوري

همداراز د انلاین ښودلو اختیار به هم تاسې کنترول کړئ، چې که وغواړئ څوک مو وګوري انلاین یاست یا ځانونه پټ وښيئ او یا هم ځینې کسانو لپاره یې پټ او ځینو لپاره یې ښکاره کړئ

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button