نړیوال خبرونه

د ١نه ٣ صنف پورې ښوونځي جومات ته انتقالول او د افغانستان بودیجه

د ١نه ٣ صنف پورې ښوونځي جومات ته انتقالول او د افغانستان بودیجه.د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې دوی په داسې يوه طرحه کار کوي چې په بنسټ به يې له لومړي ټولګي نيولې تر درېيمه ټولګي پورې ماشومان د ښوونځي په ځای په جوماتونو کې خپلو تعلیمونو ته دوام ورکړي.

د معارف وزارت دې پرېکړې ته ګڼ غبرګون وښودل چې مطلق اکثریت یې خلاف وکړ، تېره ورځ دمصالحې عالي شوراریس عبدالله عبدالله وويل چې د معارف وزارت دې پرېکړې او طرحې نه راضي ندی.ځينې کسانو داسې فکر وکړ چې د طالبانو د طرف پله درنه ده نو کېدی شي حکومت ځینې داسې کړنې ترسره کړي چې د بنسټپالنې او اسلام ګرايی خواته ځان نېږدې معریفي کړي. خو دا تحليل په ډېرو نازکو تارونه تړل شوی ځکه چې د حکومت موجود ذهنیت د بنسټ پالنې سره د نېږدې او لرې هيڅ تړاو نه لري.

د یاد وزرات مشرتابه د بنسټ پالنې سره هېڅ ډول اړيکې نلري، بلکې مطلق ميلان يې ديموکراتيو اصولو ته دی، نو ويلی شو چې د حکومت دا طرحه د بنسټ پالنې سره هېڅ تړاو نلري.د پوهنې د وزرات ددې طرحې سره داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکي حکومت بوديجه نلري دا چې دا ګنګوسې به څومره حقیقت وي غوڅه خبره کول ګران دي، خو د حکومت د فساد حملو ته چې سړي ګوري نو شبهات پیدا کیږي.

١صنف نه ٣ټولګي که جوماتونه ته انتقال شي نو حکومت به د ګڼو ښوونکو له معاش ورکولو څخه خلاص شي او په دې ډول به خپل عيش او فساد ته په لا پراخه توګه دوام ورکړي.دا طرحه څه ډول سنجول شوې ذهن پکې ګيچ کېږي، جوماتونه چېرته دومره ظرفيت لري چې څو ټولګي پکې ځای په ځای شي، که ومنو چې همدا ټولګي پکې په بېلابېلو وختونو کې ځای شول نو درسي ماحول به څه ډول وي، د یوې ډلې يا ټولګي غږ درس او هرڅه به سل سلنه مستقيم بل ټولګی اوري، زده کړيالان به څه ډول خپل تمرکز راټولوي.

د ١نه ٣ صنف پورې ښوونځي جومات ته انتقالول او د افغانستان بودیجه
د ١نه ٣ صنف پورې ښوونځي جومات ته انتقالول او د افغانستان بودیجه

دغه برنامه کې ځینې کتابونه هم ماشومانو ته سپارښتنه شوې چې اصلا د یوه ماشوم د ذهني وړتیا او جوړښت سره سمون نه خوري، مثال د امام غزالي د کيمياي سعادت سپارښتنه شوې ده، چې ځینې مذهبي او ځينې مغلق تصوفي مسايل دي، دا د یوه ماشوم لپاذه هیڅ فایده نکوي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button