ټکنالوجينړیوال خبرونه

د ټیک ټاک نوی مشر شو زي چیو څومره پيژنئ؟

د ټیک ټاک دا نوی مشر شو زي چيو ډېر وخت عام محضر ته نه راڅرګندېږي خو دا اوونۍ یې د امریکا کانګرېس له غونډې وړاندې یوه ټیک ټاکي وېډیو خپره کړه

داسې مهال چې د نړۍ لروبر پر ټیک ټاک د بندیزونو ډېرېدل ښایي د دې لامل شي چې امریکا هم په ټولیزه توګه دغه چینایی اپ بند کړي چې ټول مسوولیت اوس د نوي مشر شو زي چیو پر اوږو پروت دی.

هغه څه چې د ټیک ټاک لپاره لا ډېر اندېښمنوونکې دي دا دي چې دیموکراتان او جمهوریپال دواړه یې په بې مخینې توګه پر وړاندې یو لاس شوي.

د امریکا کانګرس د تېر کال سپتمبر میاشت کې د ټیک ټاک له لوی عملیاتي مدیر وینیسا پاپاس څخه چین حکومت ته د مالوماتو ورکولو په اړه پوښتنې ګرویږنې وکړې.

په همدې میاشت کې نیویارک ټایمز د ټیک ټاک د مخکیني اجرائیوي مشر له خولې لیکلي وو چې د ښاغلي چیو د پریکړې واک محدود دی او د بایټ ډینس بنسټ اېښودونکی ژانګ یي مینګ دا شرکت کنترولوي.

خو ټیک ټاک اوس په ټوله کې ښاغلی چیو د مرکزي کس په توګه عام محضر ته وړاندې کوي هغه هم په داسې وخت کې چې د چین له حکومت سره د دې خواله رسنۍ اړیکې په کلکه څارل کېږي.

نوموړي په تېر جون میاشت کې قانون جوړوونکو ته یو لیک استولی و او ټینګار یې پکې کړی و چې په خپلواکه توګه د بایټ ډینس شرکت تر سیوري لاندې کار کوي. بایټ ډینس شرکت د ټیک ټاک مور ګڼل کېږي.

ده هڅه کوله وښيي چې چین پورې تړلی نه دی بلکې د سنګاپور دی او مېشت ځای یې هم په سنګاپور کې دی.

نوموړی په ښار کې زېږیدلی او لوی شوی په چینايي ښوونځي کې یې زدکړې کړې دي په انګلیسي او مانډرین ژبو باندې روانې خبرې کوي.

دی د سینګاپور وسله وال ځواک سرتېری و او پر یوه مهمه څوکۍ یې کار کاوه.

ښاغلي چیو لندن پوهنتون کې د اقتصاد په برخه کې لیسانس کړی چې له فیسبوک سره یې هم کار کاوه، دا ورته یوه کاري تجربه او کاري زدکړه وه خو دا یې یوازې پیل و.

د رسنیو د راپورونو له مخې نوموړي د پانګونې شرکت (DST) کې پنځه کلنه دنده درلوده چې هلته یې د یوې ډلې مشري کوله او د دې ډلې کسان وروسته په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې د بایټ ډینس شرکت لومړني پانګه اچوونکي شول.

ښاغلي چیو د پانګې اچونې بانک (Goldman Sachs) کې هم دوه کاله دنده کړې ده.

نور ولولئ: د نړۍ تر ټولو مشهور ټیک ټاکر خیبي لیم د قرآن کریم حافظ هم دی

نوموړي بیا د چینایي ځېرکو تلیفونونو لوی شرکت (Xiaomi) کې هم د پام وړ رول ولوباوه. هلته دی لوی مالي مدیر او د نړیوالې سوداګرۍ مشر و.

ښاغلی چیو د ۲۰۲۱ کال مارچ میاشت کې بایټ ډینس ته ورغی او د خواله رسنۍ په دغه ستر شرکت کې لومړنی کس شو چې د لوی مالي مدیر څوکۍ یې خپله کړه.

هلته له دوو میاشتو تېرولو وروسته د ټیک ټاک د اجرائیوي مشر له ناڅاپي استعفا وروسته یې بیا دغه څوکۍ ونیوله.

تر ټولو لویه ننګونه

ښاغلی چیو اوس د ټیک ټاک همدې څوکۍ له کبله له تر ټولو لویې ننګونې سره مخامخ دی.

ننګونه یې دا ده چې د متحده ایالاتو قانون جوړوونکو ورنه غوښتي چې ټیک ټاک باید په متحدو ایالتونو کې خپله پانګونه ختمه کړي کنه له بندیزونو سره به مخامخ شي.

دا مسله د چینایانو لپاره هم د پام وړ ټکی ګرځېدلی.

نور ولولئ: څنګه په ټیک ټاک کې وایرال شئ

دولتي رسنۍ ګلوبل ټایمز د سه شنبه په ورځ په یوه مقاله کې وویل چې پر ټیک ټاک بندیزونه او فشارونه د امریکا له زهرجن سیاسته سرچینه اخلي.

د یادې مقالې په پای کې راغلي چې د امریکايي چارواکو او سیاستوالو له نظره د ټیک ټاک اصلي ګناه د هغه چینايي مخینه ده.

نوموړی دمګړۍ له دواړو اړخو له څارنې سره مخ دی داسې برېښي چې ښاغلي چیو په وروستیو میاشتو کې یو ډول زړه راښکونکی ګام پورته کړی دی.

نوموړي خپل ټیک ټاک اکونټ په تېره فبرورۍ میاشت کې جوړ کړ چې د خپل شخصي ژوند یوه څنډه یې پکې نندارې ته وړاندې کړي او په لنډه موده کې یې ۱۸،۰۰۰ فالوورز (څارونکي) پیدا کړل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button