کورني خبرونه
رجحان

د پاکستاني پوځ پر اډې ځانمرګي بریدګره ماهل بلوڅ څوک وه؟

د ماهل بلوڅ کورنۍ د ګوادر سیمې اوسېدونکي او یو شمېر کسان یې سیاسي فعالان دي

ماهل بلوڅ د بلوچستان ساحلي ښار ګوادر په ‘ډګري کالج’ کې له زدکړو وروسته د بلوچستان په تربت پوهنتون کې د حقوقو پوهنځی کې زدکړې کولې او د وروستي سمستر محصله وه.

ماهل د ګوادر له یوې سیاسي کورنۍ سره تړاو درلود. د هغې پلار، چې بشپړ نوم یې کهده حمید اعصا دی، دوه ځله د سربندر سیمې د ضلعي (ښاروالۍ) شورا مشر په توګه دنده ترسره کړې.

د ماهل تره بیا دوه ځله د ګوادر ضلعي شورا مشرتوب کړی او یو ماما یې هم دولتي دنده ترسره کړې.

له نېشنل ګوند سره تړاو

کهده حمید او مشر ورور یې نېشنل ګوند سره تړاو لري. د دوی پلار بیا د نېشنل عوامي ګوند غړی او د مشهور بلوڅ سیاسي مشر میر غوث بخش بزنجو له شاګردانو یو بلل کېده.

د ماهل پلار بي بي سي ته وویل:

“هغې د حقوقو زدکړه کوله او اتم سمستر ته رسېدلې وه. “

کهدا حميد شپږ اولادونه لري، چې د عمر له پلوه یې ماهل پنځم اولاد وه.

هغه وويل، “ماهل په دوبنیو رخصتيو کې کوټه ‘ د بلوچستان مرکزي ښار’ کې د مدافع وکیلې په توګه له نورو خپلوانو سره یو ځای عملي روزنه ترلاسه کوله.”

نور ولولئ | علي وزیر په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو لخوا ونیول شو

نور ولولئ | پاکستان او ترکمنستان: د افغانستان له لارې د ټاپي پروژې چارې باید چټکې شي

د ماهل بلوڅ پر انسټاګرام پاڼه خپرو شویو موادو کې د ‘جګړې هنر’ د کیوبا د مشر فیدل کاسترو کتاب ‘تاریخ به ما بې ګناه وبولي’ د ماکسم ګورکي مشهور ناول ‘مور’ او د مشهور لیکوال فرانز کافکا په ګډون د ځینو مشهورو لیکوالو د کتابونو تصویرونه او حوالې لیدل کېږي.

د ماهل پلار وايي، ”په کور کې د بلوڅي ژبې ادبیات لوستل کېږي، خو انګلیسي بیا یوازې د نصاب کتابونو کې ده”، ځکه دی حیران دی، چې ماهل دا دومره کتابونه څنګه او چېرې ولوستل؟

د ښځو ځانمرګی برید

ماهل بلوڅ درېیمه ښځینه ځانمرګې بریدګره ده، چې د بي ایل اې په بریدونو کې یې برخه واخیسته.د عکس سرچینه،bla

د عکس تشریح،ماهل بلوڅ درېیمه ښځینه ځانمرګې بریدګره ده، چې د بي ایل اې په بریدونو کې یې برخه واخیسته.

“موږ هغې ته دا ډول لارښوونه نه ده کړې چې داسې کار وکړي.”

د ماهل بلوچ کورنۍ سیاسي مخینه لري، خو کورنۍ او ملګري یې ادعا کوي، چې هغې پخپله هېڅکله په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه ده اخیستې.

د هغې یوې ملګرې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل، ماهل له تېرو څلورو کلونو راهیسې په هېڅ بحث او مناظره کې برخه نه ده اخیستې، “هیڅکله یې دا نه ده ظاهره کړې، چې هغه غواړي په کوم تاوتریخوالی کې ښکېله شي.”

یوې بلې ټولګیوالې یې وویل، ”په ظاهره داسې ښکاریده، چې سیاست ته هېڅ لېوالتیا نه لري او د وسله والې مبارزې په هکله یې هېڅکله څه نه و ویلي.”

د ماهل بلوچ د کورنۍ په وینا، د دوی په کورنۍ کې هیڅوک جبرا لادرکه شوي نه دي او نه هم د کوم چا مسخ شوی مړی موندل شوی دی.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button