د پاکستان جنګي الوتکې؛ نیویارک ټایمز د حوثیانو ضد عملیاتو کې د ګډون خبر ورکوي

د پاکستان جنګي الوتکې د سعودي عربستان له لوري د یمن د حوثیانو پر ضد په هوايي عملیاتو کې کارول کېږي، نیویارک ټایمز دا معلومات د یوه لوړپوړي پاکستاني پوځي چارواکي له قوله خپاره کړي دي.
د ورځپاڼې په راپور کې د پاکستان د یوه بل چارواکي له قوله ویل شوي چې د دغه هېواد رول تر ډېره پر هوايي ملاتړ او د حوثیانو د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو د ګواښونو پر کمولو متمرکز دی.
د راپور له مخې، پاکستان په یمن کې په ځمکنیو عملیاتو کې د ګډون پر ځای پر هوايي ملاتړ تمرکز کړی دی.
د پاکستان جنګي الوتکې او په سعودي عربستان کې پوځي حضور
د امریکا د پوځ پخواني اتشې او د دفاعي استخباراتو ادارې پخواني شنونکي ډیویډ او سمیټ ویلي، شنونکي اټکل کوي چې شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېري سعودي عربستان ته استول شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو ځواکونو کې د پاکستان د هوايي ځواک او د پوځ د هوايي دفاع برخې هم شاملې دي.
نیویارک ټایمز لیکلي چې د پاکستان جنګي الوتکې د حوثیانو ضد هوايي عملیاتو کې کارول کېږي. د پاکستان حکومت بیا د ورځپاڼې راپور رد کړی دی.
پاکستان راپور رد کړی
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د نیویارک ټایمز راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی او له نړیوالو رسنیو یې غوښتي چې د پاکستاني ځواکونو د کارولو په اړه له اټکلونو ډډه وکړي.
دغه وزارت ویلي، که د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو کارولو ته اړتیا پیدا شي، اړوندې ادارې به یې جزئیات په رسمي ډول خپاره کړي.
دا راپور په داسې وخت کې خپور شوی چې سعودي چارواکو د ریاض او ابها پر هوايي ډګرونو د حوثیانو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.
د سعودي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.



