سیمه ییز خبرونه

د پاکستان دولتي پلاوی د مختلفو موضوعاتو څېطړلو په موخه کابل ته رارسېدلی

د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوی کابل ته راغلی دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي چې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ پلاوی د دوشنبې پر روځ کابل ته ور رسېدلی دی.

ټاکل شوې دغه پلاوی له افغان لوري سره د ډبرو سکرو پر بیو، پر ډیورېنډ کرښه د امنیت پر ټینګولو، د سوداګریزو چارو اسانولو او پر ځينو نورو دوه اړخیزو تجارتي مسئلو خبرې وکړي. ویل کېږي په دغه پلاوي کې د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت د چارواکو ترڅنګ د دغه هېواد د پوځ، څارګرې ادارې، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي هم شامل دي.

د یادولو ده چې دغه سفر پرون (یکشنبه) کېدونکی و خو وځنډېد او نن (دوشنبه) هم ځینو طالب مسولانو ویل چې د یاد پلاوي سفر سبا ته ځنډېدلی دی. خو لږ مخکې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیو سلاکار حمید عزیزي بي بي سي پښتو ته وویل چې دغه پاکستانی پلاوی کابل ته ور رسېدلی دی. سرچینې وایي د دې سفر بلنه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ چارسمبالي وزیر لخوا خپل پاکستاني سیال ته ورکړل شوې.

نور یی ولوله | د بایډن او د سعودي وليعهد د افغانستان په اړه خبرې شوي

نور یی ولوله | ملاله یوسفزی ته ډطری افغانانو د کلیزې مبارکي ورکړه

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر له افغان لوري سره د ستونزو د حل او د تړونونو پر نوي کولو خبرې وکړې

خو د مالوماتو له مخې د پاکستان سوداګرۍ وزیر سره پلاوي کې د نورو ملکي او پوځي ادارو استازي هم ملګري دي چې له افغان لوري سره د ستونزو پر حل او د تړونونو په تازه کولو خبرې وکړي. دوی پر دې هم غږېږي چې پر ډیورنډ کرښه درې بندرونه سپین بولدک – چمن، تورخم او غلام خان څرنګه د سکرو لپاره ۲۴ اساعته پرانیستي پاتې کېدای شي.

د دغه پلاوي له سفر سره مهاله د طالبانو حکومت د کانونو او پترولیم وزارت وايي، پر ډبرو سکرو مالیه نه ده لوړه شوې،‌ نه یې هم بیه کې بدلون راغلی، بلکې د ۲۰۰ ډالرو له مخې ترې ۳۰ سلنه مالیه اخیستل کېږي.او په عدي ډول ېې لېږد رالېږد کیږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button