نړیوال خبرونه

د پاکستان ملي امنیت سلاکار ”په نژدې راتلونکي کې” کابل ته سفر کوي

د پاکستان قامي اسمبلۍ مشر ویلي، ټاکل شوې چې د هېواد یو لوړ پوړی دولتي پلاوی یې په نژدې راتلونکي کې کابل ته لاړ شي.اسد قیصر د افغانستان په اړه د وزارتونو پر کچ یوې غونډې ته ویلي، چې دا پلاوی به د بشري مرستو په تړاو له طالب چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان دولتي خبري اژانس ویلي، چې د دغه پلاوي مشري به د ملي امنیت سلاکار معید یوسف کوي. پاکستان کابل ته د دغه لوړپوړي پلاوي د استولو خبره په داسې وخت کې کړې، چې په دې وروستیو کې یې پر ډیورنډ لیکه د اغزن تار پر سر له طالبانو سره اړیکو کې ترینګلتیا راغلې ده.

نور یی ولوله | د چین یو ښار ډیر شمېر اوسېدونکي په نیمه شپه قرنطین شوي

د اې پي پي رپوټ کې راغلي، د پاکستان ملي اسمبلۍ رئیس اسد قیصر په مشرۍ دې غونډه کې د هغو اقداماتو په هکله خبرې شوې، چې دې کومېټې له افغانستان سره د مرستې لپاره کړی او یا یې په پام کې لري. ښاغلي قیصر له دې غونډې وروسته په یوه ټویټر پیغام کې له نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې له افغانانو سره پر وخت مرستې وکړي.

د اې پي پي رپوټ کې د نوموړي له قوله زیاته شوې، په افغانستان کې سوله او ثبات د پاکستان لپاره یو ښه فرصت او په دې سره به پاکستان وکولای شي، له منځنۍ اسیايي هېوادونو سره په پراخه کچه سوداګري وکړي. نوموړي د پنځه میلیارده پاکستاني روپیو هغې مرستې یادونه هم کړې، چې د دې هېواد لومړي وزیر اعلان کړې ده.

د پاکستان پارلمان له لوري په یوه اعلامیه کې په دې هکله ویل شوي، د بهرنیو مرستندویانو هغو کارکوونکو ته به چې غواړي افغانستان ته مرستې ولېږدوي، د ویزو برخه کې ځانګړې اسانتیاوې رامنځته شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button