ځایی
رجحان

د پاکستان پنجاب کې راکټي برید؛ ۱۱ پولیس پکې وژل شوي

د پاکستان پنجاب ایالت کې یوولس پولیس په یوه راکټي برید کې وژل شوي دي

هاخوا کارپوهان وايي، په پاکستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره امنیتي حالت خرابېږي او د پاکستان د پوځ له کنټروله وځي.

د پاکستان پنجاب ایالت په ماچهکه سیمه کې مسوولین وايي، د شوکمارو یا غدیو په یوه راکټي برید کې ۱۱ پولیس وژل شوي دي.

اکستان,نجاب کې راکټي برید,پاکستان پنجاب

د پنجاب پولیسو یوه ویندوی په خبره پېښه کې نهه پولیس سرتېري ټپیان شوي دي، چې د نژدې رحیم یار خان ښار شیخ زاید روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

پر پېښه د مریم نواز خواشیني

اکستان,نجاب کې راکټي برید,پاکستان پنجاب

د پنجاب اعلی وزیرې مریم نوازې دا یوه خواشینونکې پېښه بللې او په خبره یې غچ به یې واخیستل شي. اغلې شریف په یوه اېکس پیغام کې ویلي، د کورنیو چارو صوبايي وزیر په مشرتابه د لوړپوړو پولیس چارواکو په ګډون ځواک سیمې ته استول شوی، چې د پېښې عاملینو پر ضد پرېکنده اقدام وکړي.

په ورته مهال د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم دغه پېښه غندلې او د وژل شویو پولیسو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نور ولولئ: پاکستان کې پر ښځو جنسي تېري کوونکی مدیر نیول شوی

نور ولولئ: ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

د پاکستان له ولسمشرۍ دفتره په یوه خپره شوې اعلامیه کې ښاغلي زرداري د (کچې) په سیمه کې د مجرمانو ډلو، ټپلو پر ضد د سخت اقدام پر اهمیت د ټینګار تر څنګ ویلي پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه به نه زغمل کېږي.

د کچې سیمه پېژندنه

کچې یا کچه سیمه د سند او پنجاب ایالتونو تر منځ څو سوه زره هکتاره پراخه ځنګلي سیمه ده، چې ډېره برخه یې د پاکستان ځنګلونو ادارې ملکیت ده او د دې ادارې د مسوولینو په وینا ډېره برخه یې غصب شوې ده.

د پاکستان ځینې شتمن خلک هم په دې سیمه کې د پراخو ځمکو څښتنان دي، چې د دې هېواد په سیاست کې هم نفوذ لري.

د سند، سیند پر غاړو دا ګڼ ځنګلونه د غلو د ځینو لویو غدیو لپاره له اوږدې مودې راهیسې پټنځایونه هم لري او په دې سیمه کې د ځمکو پر سر قبایلي شخړې هم معمول بلل کېږي.

پاکستاني امنیتي ځواکونو په دې ناامنه سیمه کې څو ځله چاڼیز عملیات کړي او د وسله والو غدیو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.

په پاکستان کې وروسته له هغه امنیتي حالت ډېر خراب شو چې کله درې کاله وړاندې پر افغانستان طالبان بیا واکمن شول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button