هنر او ادب

د پرینکا چوپړا د کم سارې ښکلا راز

پرینکا چوپړا د مخ ښکلا ساتلو راز او د جایزو ګټل حیرانوونکې دي

د هندي فلمونو مشهورې ادارې پرینکا چوپړا د مخ د ښکلا له امله ډېرې جایزې اخیستي دي. هغه له ځانګړو هنرونو کار اخلي چې د مخ ښکلا وساتي. چوپړا په دې وروستیو کې واده وکړ، خو ددې پر ځای چې د ښایسته ښکارېدو لپاره د میک اپ مصنوعي کاسمیټکس وکاروي، له نورو طبیعي موادو یې کار اخیستی و چې ډېر ساده او د مخ د ښکلا لپاره مهم و.

هغه د هیلدي ماسک په نوم ساده وسیله کاروي

دا وسیله د کورنیو درملو یوه ټولګه ده چې د پرینکا چوپړا د مخ ښکلا یې پر خپل ځای ساتلي ده. د وسیلې ته د برج ماسک نوم هم ورکوي. چوپړا برج ماسک له دغو شیانو چمتو کوي: یوه نیمه کاشوغه د زیتونو غوړي، یوه کاشوغه مستې، د غنمو اوړه، یو کاشوغه د لیمو اوبه او څو څاڅکي د ګلاب اوبه سره ګډوي او برج ماسک ترې جوړوي. کله چې دا ټول شیان سره ګډ کړي نو له ۱۵ تر ۲۰ دقیقو یې پرېږدي او له هغه وروسته ورباندې مخ غوړوي یعنې پر مخ یې موښي. څو شیبې وروسته مخ پر تړمو اوبو وینځي او په نرمه ټوټه یې وچوي.

نور ولولئ: پینځو هندیو اداکاراو څنګه ځانونه فټ کړل

هغه مېرمنې چې مصنوعي رنګونه کاروي، باید زده کړي

ددې لپاره چې مېرمنې ددغو طبیعي شیانو په ګټه پوه شي، نو د مخ د پوستکي په ساتلو کې یې ګټې بیانوو. مثلاً: د غنمو اوړه د پوستکي رنګ روښانه کوي، د مخ تازه والی ساتي او د مخ د زخمونو مخنیوی کوي. عطار او د زیتونو غوړي بیا د مخ د دانو، داغونو او اضافي ويښتانو په لرې کولو کې هم مرسته کوي. لیمو بیا په هایدروکسي اسید کې غني دي چې د مخ پوستکی او د مړو حجرو په لرې کولو کې موثر تمامېږي. د لیمو اوبه کارول په مخ کې د نوو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي او د مخ پوستکی نرم ساتي. مستې هم د مخ د روغتیا او روښانه ساتلو کې خورا مهم رول لري. مستې په مخ کې د عمر زیاتېدو نښې له منځه وړي، د مخ دانې نه پرېږدي او د پوستکي غوړ ساتلو کې مرسته کوي. د ګلاب د اوبو ښه والی دادی چې د مخ پوستکی نرموي او د هر ډول انفیکشن څخه یې ژغوري. د ګلاب اوبه مخ ته طبیعي ښکلا ورکوي او دوامداره یې صاف ساتي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button