نړیوال خبرونه

د پوهنې وزارت: یونیسف به راتلوونکې اونۍ په افغانستان کې ښوونکو ته معاشونو ورکړي

د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت وايي، ټاکل شوې افغان ښوونکو ته د دوو میاشتو معاشونو ورکولو بهیر تر یوې اونۍ پورې پيل شي. د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد رایان د سې شنبې په ورځ اپرېل ۱۹ (وري ۳۰) خبریالانو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) ژمنه کړې ده چې د ښوونکو د معاشونو ورکولو بهیر به ډېر بشپړه کړي.

د ښاغلي رایان په وینا د یونیسف د دغه پرېکړې په اساس ټاکل شوې د مېرمنو په شمول ۹۴زره افغان ښوونکو ته د وو میاشتو ۲۰۰ دالر معاش ورکړل شي. ښاغلي رایان زیاته کړې: “د هیواد هغه ۶ سلنه ښوونکي چې بانکي حسابونه نه لري او دمعتمد له لارې ورته لاس په لاس معاش ورکول کېږي، تر راتلونکې اونۍ پورې به د پوهنې وزارت دمالي او حسابداري ریاست د پوهنې د ولایتي ریاستونو سره په هماهنګي به هغوی ته دمعاش رسولو لپاره یو مناسب مېکانیزم جوړوي.”

د پوهنې وزارت ویاند زیاته کړه چې دوی په هیواد کې د ښوونکو د شمېر په اړه تازه څېړنه تر سره کړې او په خبره یې اوس مهال په دغه وزارت کې «هیڅ خیالي ښوونکی» شتون نلري. یونیسف د نوي تعلیمي کال له پيل څخه په دغه هیواد کې هر ښوونکي ته ۱۰۰ امریکا ډالر ورکړل او تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي و چې د روان کال تر پایه د ټولو ښوونکو د معاشونو ورکولو ته ژمن دي.

نور یی ولوله | چين د افغانستان د جلغوزيو د پروسس برخه کې پانګونه کوي

په کابل ښار کې ګڼو ښوونکو د یونیسف لخوا هغوی ته د معاشونو ورکولو هر کلی کړی دی.د میرویس همدرد په نوم وايې چې ښوونکي له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او باید معاشونه یې پر وخت ورکړل شي. ښاغلي همدرد زیاته کړه: “تر دا مهاله مو یو ځل ۱۰۰ ډالر تر لاسه کړي دي، زموږ اقتصادي ستونزې زیاتې شوي دي او دغه پیسې موږ ته بسنه نکوي. موږ د موټر کرایه لرله چې هغه اوس نه راکول کیږي او همدارنګه مو د لیسانس په خاطر ۲۰۰۰ افغانۍ اخیستلې دغه پیسې هم قطعه شوي دي.”

خو نوموړي زیاته کړه چې هر میاشت د ملګرو ملتونو لخوا افغان ښوونکو ته ۱۰۰ ډالر ورکول تر یوې اندازې کولای شي د دوی ستونزې هوارې کړي. یونیسف پر داسې مهال افغان ښوونکو ته د معاشونو پرېکړه کوي چې لا هم په دغه هیواد کې د طالبانو حکومت د ژمنې خلاف نجونو تر شپږم پورته ټولګي لا هم د هغوی پر مخ بند دي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي و چې په افغانستان کې له زرګونو ښوونکو څخه د ملاتړ لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده. یونیسف د تیرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۰مه ویلي و چې د میلونونو ماشومانو څخه د ملاتړ په هدف ټاکل شوې په دغه هیواد کې ۱۹۴زره ښوونکو سره مالي مرستې وکړي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button