تجارت خبرونه

د څلور ورځوراهیسې افغان سوداګرو ته په تورخم اووښتواجازه نه ورکوي

د څلور ورځوراهیسې افغان سوداګرو ته په تورخم اووښتواجازه نه ورکوي څلور ورځې کیږي چې پاکستان پر تورخم د کرنیزو توکو موټرونو ته د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي.او دويي بېرته واپس کيږي.

د هېواد تجاران وايي، د څلورو ورځو را هیسې یې په تورخم کې د سبزۍ او تازه مېوو بار موټرونه ولاړ دي، خو په تورخم د اوښتو اجازه نه ورکول کیږي.دوی وایي هره ورځ میلیونونه افغانۍ زیات ور اوړي او که د دوی د کرنیزو توکو موټرونه څو ورځې نور هم په تمه پاتې شي، نو سبزیجات او مېوه جات به یې له کاره ولویږي او هېڅ مارکېټ به پیدا نه کړي.

دغه باډر کې د بار موټرونو په تمه پاتې کېدو لامل د پاکستان په ګمرکي چارو کې سستوالی او ځنډ د دې لامل شوی چې د سوداګریزو توکو موټرونه په ورځو ورځو د اوښتو په تمه په تورخم کې پاتې شي.هره ورځ په اوسط ډول ٣٥٠ سوداګریزې لارۍ د تورخم له لارې پاکستان ته هوړي، خو د ګمرکي چارو د سستوالي له کبله چې سکن او تله یې زیات وخت په بر کې نیسي څه باندې ٧٥٠٠ سوداګریزې لارۍ بندې پاتې کیږي، نو له همدې کبله سوداګریز مالونه مخکې له وخت خرابیږي او څوک ېې نه اخلي.

دويي ته اجازه په داسې حال کې نه ورکوي.چې دوه اوونۍ وړاندې د تورخم سوداګریزه لار د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه، پاکستان ژمنه وکړه چې افغان سوداګرو ته به په بېلا بېلو برخو کې اسانتیاوې را منځته کړي، سوداګرو ته به پرته له ځنډه په تورخم کې وېزې ورکوي او د اوښتو اجازه به هم پرته له کومې ستونزې ورکوي، خو پاکستان په خپلو ژمنو باندې نه دی ولاړ او بیا یې د افغانستان کرنیز توکي او سوداګر له مالي مشکلاتو او نقصان سره مخ دي.

دغه هېواد هره میاشت څو څلې همداسې کوي او په ځانګړې توګه کله چې د افغانستان د کرنیزو توکو حاصلات راووځي نو د افغان سوداګرو پر مخ سوداګریزې لارې او بندرونه تړي، چې په دې توګه سوداګرۍ، کرنیزو توکو او افغان سوداګرو ته درانه مالي نفصانات ورکوي.

د څلور ورځوراهیسې افغان سوداګرو ته په تورخم اووښتواجازه نه ورکوي
د څلور ورځوراهیسې افغان سوداګرو ته په تورخم اووښتواجازه نه ورکوي

اوس باید دواړه ملکونه سره په دې اړه باید حبرې وکړي او کبیني تر څو دوتاړه هېوادونه د مالي زیانونو څخه وژغورل شي.او پا اینده کې د داسې بندیزونو څخه هم ډډه وکړي. اوسمهال پاکستان هېواد ۸۰ سلنه تجارت د پاکستان سره لري او د دويي اکثره توکي افغانستان راواریدیږي. نو که دغه هېواد غواړي چې فایده ورته وشي نو باید د داسې بندیزونو څخه ډډه وکړي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button