هنر او ادب

د چین سفیر: د مس عینک کان استخراج کې به تاریخي عابدات زیان نه ویني

د چین سفیر د مس عینک کان د استخراجولو په وخت کې د تاریخي عابداتو د خوندیتوب ډاډ ورکوي

د چین سفیر ژاو شینګ دغه څرګندونې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له وزیر خیرالله خیرخوا سره په لیدنه کې کړي دي.

په کابل کې د چین سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته ډاډ ورکړی، چې د عینک د مسو پروژه به د فرهنګي کارونو له زیان پرته ترسره شي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس ویلي، چې ژاو شينګ له طالبانو سره د چين د فرهنګي او اقتصادي همکاريو پر دوام هم ټينګار کړى دى.

خبر ځای د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ملا خيرالله خيرخواه او په کابل کې د چين د سفير ژاو شينګ ترمنځ د کتنې په باب ليکلي دي.

د چین او افغانستان تر منځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا

خیرخواه د افغانستان او چین ترمنځ د فرهنګي اړیکو له پراختیا او پياوړتیا څخه خوښي څرګنده کړه او د ورېښمو لارې بیا رغونه یې په سیمه کې د کلتوري او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره مهمه وبلله.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وویل، چې چین د یوه ښه ګاونډی په توګه د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او تل یې له دغه هېواد سره د ښو اړیکو د ساتلو هڅه کړې ده.

نور ولولئ: طالبانو په روان لمریز کال کې د ۱۵ کانونو قراردادونه کړي

نور ولولئ: چین له افغانستان سره  مستقیمې الوتنې پيل کوي

دغه طالب چارواکي په افغانستان کې د چینايي سوداګرو لپاره د پانګونې او سوداګرۍ د ښه فرصتونو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې طالبان د بهرنیو شرکتونو لپاره خوندي کاري چاپیریال برابروي.

afghan (1)
انځور؛ د طالبانو اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخوا او کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ

د باختر اژانس د خبر له مخې؛ ژاو شينګ وويل، چې چين تل له افغانستان سره په پراخو برخو کې ډېپلوماتيکې اړيکې او همکارۍ ساتلې دي.

د مس عینک کان د استخراج کار نه پیلېدل

هغه زیاته کړه: “موږ به د عینک د مسو پروژه په داسې ډول پرمخ یوسو چې کلتوري کارونو ته زیان ونه رسیږي.”

سفير په دې برخه کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په تېرو دوو کلونو کې رسمي چارواکو او د عینک د مسو کان کیندنې شرکت په وار – وار د دغې پروژې د پیل ژمنې کړي؛ خو له کوم رسمي وضاحت پرته یې کار نه دی پیل کړی.

د عینک د مسو کان چې په افغانستان کې د مسو تر ټولو لوی کان او په نړۍ کې د مسو دویم لوی کان دی، چې تړون یې په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان او چینايي شرکت MCC ترمنځ لاسلیک شو.

دغه چینایي شرکت اوس د ۳۰ کلونو لپاره د عینک د مسو د استخراج ملکیت لري.

پر طالبانو دا نیوکه هم کېږي چې د کانونو استخراج یې بې له کوم شفافیته روان کړی او په دې برخه کې انډوالیزم پالي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button