نړیوال خبرونه

د ډاکټر ناکامورالورافغانستان ته راځي

ډاکټر ناکامورا چې په افغانستان کې د جاپان هیواد انجینر وو او د افغانستان ننګرهار ولایت کې د جاپان د موسسې مشر هم وو نوموړي په جلال اباد کې مختلقې پروژې پلي کړي دي. اوسمهال د ډاکټر ناکامورا لور اکېکو وايي، چې غواړي د خپل پلار نيمګړي کارونو پوره کولو لپاره په نږدې وختونو کې افغانستان ته لاړه شي.

د ډاکټر ناکامورا لور اکېکو زياتوي، چې افغانستان ته يې د تګ هدف د خپل پلار د لارې تعقيبول دي او غواړي هغه کارونه بشپړ کړي چې له پلار څخه يې نيمګړي پاتې شوي دي. هغه ټينګار کوي، چې د خپل پلار د هدفونو او ارمانونو پوره کول يې د ژوند لويه هيله ده او اميد لري چې به ورته ورسېږي.

ډاکټر ناکامورا، په افغانستان کې يې ډېره موده تېره کړې وه او په ختيځ زون، په ځانګړې توګه په ننګرهار کې يې نه هېرېدونکي کارونه ترسره کړي و او د ابادۍ د اتل لقب يې ګټلى و.هغه چې خلکو ورته د کاکا مراد نوم ورکړى و، د افغانستان افتخاري تابعيت يې هم درلود.

څه موده مخکې هغه په جلال اباد کې وو ژل شو، چې په هېواد دننه او بهر يې سخت غبرګونونه راوپارول.او د عامو خاکو د ده په وژنه حکومت ګرم کړ او په اجتماعي شبکو کې وویل چې باید دولت د نوموړې امنیت ساتلۍ وۍ ّکه نوموړي د افغانستان لپاره سختې تېرې کړي دي.

ناکامورا په افغانستان کې سخت مشهور وو او ټولو افغانانو ېې ډیرې ستاینې وکړې نوموړي خپل ارامه ژوند پریخۍ وو او د افغانانو د خدمت لپاره راغلۍ وو زمونږ وران وطن د ابادولو لپاره نوموړې به خپله په پروژو ګرزیده او د تعمیرونو او سرکونو لیدنه به ېې کوله.

د چین او جاپان خلک ډېر تکړه او خواري کښ خلک دي اوسمهال چې د ناکامورا لور افغانستان ته رازي باید ټول افغانان ېې په قدر پوه شي او د نوموړې دامنیت ساتلو لپاره پوره پوره اقدامات وکړي ترڅو نوموړې د پلارنیمګړې پروژې سر ته ورسوي او افغانستان کې د تعمیراتو او ډیمونو جوړولو لپاره هڅې وکړی او خپلې پروژې سر پلي کړي.

د ناکامورا لوز دې ته لیوالتیا لري چې افغانستان ته کار وکړي دا هم باید یاده کړو چې د جاپان خلک عاجز هم دي او د کارکولو سره ډیره علاقه لري نو مونږ افغانانو ته هم پکار دي چې د نوموړې ته خه تود هر کلۍ وکړي. او خه ېې ونازوي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button