لوبې

د ډېوېډ ملر د لور په اړه خبر

د سویلي افریقا توپ وهونکي ډیویډ میلر د شنبې په ورځ په انسټاګرام کې یوه ویډیو او سټوري شریکه کړه چې پکې یې د یوې کوچنۍ نجلۍ د مړینې خبر ورکړی و او له هغې سره یې خپله مینه څرګنده کړه.

ډیويډ میلر

د ډیويډ میلر د انسټاګرام سټورۍ کې لیکل شوي دي، زما به ډېره یادېږي او زیاته کړې یې ده، تا په خپل ژوند کې هر ډول ننګونه منلې او ماته دې د ژوند هره شیبه را زده کړې ده. له هغې وروسته دا سټوري په انسټاګرام کې خپره شوه، څو ویبپاڼې خبرونه هم خپاره کړل چې د سویلي افریقا د توپ وهونکې لور مړه شوې ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر کاروونکو هم ډیویډ میلر ته د هغه د لور په مړینه خپله خواخوږي او غمرازي څرګنده کړې..

نور یی ولوله | محمد رضوان د کرایسټ چرچ په جومات کې بیان ورکړی دی

نور یی ولوله | محمد رضوان یو ځل بیا په شل اوریزه کرکټ ډېر ریکارډونه جوړ کړل

د دې په اړه خپور شوی خبر

خو دې ټولو خلکو دا خبره هېره کړه چې مړه شوې انجلۍ د ډیویډ میلر لور ده او که څنګه؟ کله چې دا خبر په څو ویبپاڼو کې خپور شو، نو خبره معلومه شوه چې دا خبر جعلي دی.او هيڅ حقیقت نه لري.نو دا خبره غلط خپور شوی وو..

ابیشک کمار

ابیشک کمار نومي شخص په یوه ټویټ کې لیکلي چې دا انجلۍ د میلر لور نه ده. هغه لیکلي، دا د میلر مینه واله وه او د سرطان له لاسه مړه شوه. یو بل مشهور ژورنالیست ابیمانیو بوس لیکلي، دا خبر که څه هم زړه ماتوونکی دی خو بیا هم باید له تایید پرته ناسم معلومات شریک نه کړو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button