نړیوال خبرونه

د کابل حکومت د سولې او مذاکرې صلاحیت اوتوان نه لري. حکمتیار

جهادي مشر او د حزب اسلامي ریس ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا پر دولتنیوکې  کړې دي د افغانستان حکومت يې د (کابل) حکومت په نوم ياد کړى او د سولې مخالفت او بې واکه حکومت يې ګڼلى دى. د حزب اسلامي له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي دي، چې کابل ته د طالبانو د پلاوي راتګ د بېن الافغاني خبرو لپاره يو ښه فرصت و، خو په کابل کې واکمنو له دوى سره سپک چلن وکړ او ستونزه يې لا پېچلې کړه.

حکمتیار وايي، چې واکمنو ته پکار وه چې د ښه نيت له لارې يې بنديان ازاد کړي واى، خو د طالبانو پلاوى يې خپه کړ او وروسته يې د امريکا په امر د طالبانو د ازادولو لړۍ پيل کړه.

په اعلاميه کې ليکل شوي دي ((په دې سره يې وښوده چې د کابل حکومت نه سوله غواړي، نه د مذاکرې او معاملې وړتيا لري او نه توان او صلاحيت، واک د امريکا په لاس کې دى، د ازادولو په اړه د هو او نه اختيار له امريکا سره دى.))

د حزب اسلامي په دغه اعلاميه کې دا هم ليکل شوي دي، چې د کورونا ويروس له امله استبدادي حکومتونو هم بنديان ازاد کړل، خو دلته ازاد نه شول، پکار دا وه چې په دې وخت کې ټول زندانيان ازاد شوي واى، هغه که د حزب اسلامي کسان دي، که د طالبانو او که نور بايد ازاد شوي واى.

اعلاميه کاږي، چې د حزب اسلامي بنديان بايد مخکې خوشې شوې واى، خو له دې ښکاري چې د (کابل واکمن) له حزب اسلامي کينه لري او ترې ويرېږي او د مجاهدينو سره څومره نه پخلا کېدونکې دښمني پالي. په دې اعلاميه کې له افغان سياستوالو هم ګيله شوې ده، چې نه يې د حزب اسلامي د بنديانو ازادولو کې کوم رول ترسره کړ او نه يې هم د سولې په وړاندې ټول پراته خنډونه له منځه يوړل او نه يې د واک په سر د روانې شخړې د هوارولو لپاره خپل کردار ادا کړ

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button