هنر، ادبیات او افغاني کلتور – شاعري، موسیقي او فرهنګي پیښې

د کابل په اړه ډرامه؛ بي‌بي‌سي د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د پېښو پر بنسټ نوې لړۍ خپروي

د کابل په اړه ډرامه د بي‌بي‌سي (BBC) له خوا خپرېږي، چې د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د سیاسي بدلونونو، د امریکايي ځواکونو د وتلو او کابل ته د طالبانو د ننوتلو پر مهال د رامنځته شویو پېښو کیسه بیانوي.

دغه شپږ برخیزه اروپايي ډرامه «کابل» نومېږي او د فرانسې د 24 25 Films او Cinétévé شرکتونو له خوا د اروپایي اتحادیې په همکارۍ جوړه شوې ده. دا لړۍ تر دې وړاندې په فرانسه، جرمني، هالنډ، بلجیم او د شمالي اروپا په یو شمېر هېوادونو کې هم خپره شوې ده.

د کابل په اړه ډرامه څه انځوروي؟

د کابل په اړه ډرامه د یوې افغانې کورنۍ پر ژوند راڅرخي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سیاسي تحولاتو وروسته د هېواد پرېښودو ته اړ کېږي.

په لړۍ کې دا هم ښودل کېږي چې فرانسوي پولیس، ایټالیايي ډیپلوماتان، جرمني پوځیان او د امریکا استخباراتي ادارې څنګه د کابل له هوايي ډګر څخه د زرګونو افغانانو او بهرنیانو د ایستلو لپاره ګډ عملیات ترسره کوي.

د ډرامې جوړوونکي او لوبغاړي

د «کابل» ډرامې د جوړولو لپاره شاوخوا ۲۰ میلیونه یورو لګښت شوی او دا د ۱۱ هېوادونو ګډه تولیدي پروژه ده، چې په کې بېلابېلې ژبې کارول شوې دي.

په دې ډرامه کې دارینا الجوندي، شروین علینبي، واسیلیس کوکالاني، هانا عبدو، جاناتان زاکای، جیانمارکو ساورینو، ژان ګورسو او امریکايي لوبغاړی اریک ډېن مهم رولونه لوبوي.

د لړۍ لارښوونه کاسیا ادامیک او اولګا چاجداس کړې، او کیسه یې اولیویه دمانژل، توماس فینکیلکروت او جوي لاوي لیکلې ده.

بي‌بي‌سي به د کابل ډرامه کله خپروي؟

بي‌بي‌سي ویلي چې د کابل په اړه ډرامه به د اګست له دویمې نېټې څخه د BBC iPlayer له لارې د لیدو لپاره موجوده وي، او د اګست په ۱۵مه به د BBC Four ټلوېزیوني چینل له لارې هم خپره شي.

د بي‌بي‌سي او جوړوونکو څرګندونې

د بي‌بي‌سي د پروګرامونو د اخیستلو مشر نیک لي ویلي:

«کابل یوه اغېزمنه او انساني ډرامه ده چې د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د بیړنیو پېښو او تخلیې حساس وضعیت د یوې افغانې کورنۍ له نظره انځوروي.»

د Mediawan Rights استازې رابین هرډ هم ویلي چې دا لړۍ یوه ژوره انساني کیسه وړاندې کوي او هغه تاریخي پېښې بیانوي چې اغېزې یې لا هم په نړیواله کچه احساسېږي.

د شنونکو په باور، د کابل په اړه ډرامه به د ۲۰۲۱ کال د افغانستان د تحولاتو د هنري انځور په توګه د نړیوالو لیدونکو پام ځانته واړوي، ځکه دا لړۍ د سیاسي بدلونونو تر څنګ د افغانانو انساني تجربې او د هغوی د ژوند ستونزې هم په ډراماتیک ډول وړاندې کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button