نړیوال خبرونه

د کابل پوهنتون استاد ‘فیض الله جلال د طالبانو له بنده خوشي شوی’

د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو شننونکي فيض الله جلال لور حسينه جلال یوې سرچېنی ته ويلي چې پلار يې د طالبانو له بنده ازاد شوی دی. خو طالبانو تر اوسه د نوموړي د خوشي کېدو په اړه څه نه دي ویلي. ښاغلی جلال څلور ورځې وړاندې د طالبانو له خوا د “نظام پر ضد د خلکو د هڅولو” په تور نيول شوی و.

د طالبانو وياند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد هغه مهال پر ټويټر پاڼه ليکلي وو چې نوموړی “د هغو خبرو د وضاحت لپاره نيول شوی چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خلک د نظام په ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره يې لوبې کولې”.

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د پنځه میلیارده ډالرو کمک غوښتنه کړې

ښاغلي جلال څه موده وړاندې د کابل طلوع تلويزيون د يوې ژوندۍ خپرونې پر مهال په دوحه کې د طالبانو له وياند محمد نعيم سره لفظي شخړه کړې وه او پر طالبانو يې کلکې نيوکې کړې وې. د بښنې نړيوال سازمان له طالب چارواکو غوښتي وو چې ښاغلی جلال سملاسي او له کوم شرطه پرته خوشی کړي.

د اروپايي ټولنې استازو، د بشري حقونو ځينو سازمانونو او همدارنګه د هنرمندانو او سياسي شخصيتونو په ګډون د تولنیزو رسنيو يو شمېر کارونکو هم د نوموړي د خلاصون غوښتنه کوله. په کابل کې يو شمېر ښځو د پوهنتون د دغه استاد د نيول کېدو پر ضد لاريون کړی و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button