نړیوال خبرونه

د کابل پوهنتون ځينې پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي

زده کوونکي د درسي ساعتونو له اوو یا اتو څخه د زیاتوالي په اړه شکایت کوي

د کابل پوهنتون یو شمېر زده کړیالان وايي، چې یو شمېر پوهنځۍ د استادانو له کموالي سره مخ دي. خو ځينې نور محصلین په ورځ کې اوو او اتو کرېډېټونو ته د درسي ساعتونو له زیاتوالي شکایت کوي او وايي چې دوی په یوه ورځ کې دومره درس د جذب ظرفیت نه لري.

 

زده کړیاله مریم وايي:«د کرېډېټ زیاتوالی لرو، موږ په هره اوونۍ کې درې ورځې راځو لږ تر لږه شپږ تر اتو کرېډېټونو درس وایوو له شپږو کرېډېټونو ښکته نه لرو بله زده کړیاله فاطمه هم څرګندوي:«شکایت مو وکړ خو بدلون را نه غی، موږ اړې یوو همدا ډول دوام ورکړو، مجبورې یوو چې په ورځ کې شپږ تر اتو کرېډېټونو ووایوو، د سهار له اوو بجو د ماسپيښین تر ۳ بجو د کابل پوهنتون یو شمېر نورمحصلان له هغه څه چې د خپلو استادانو کموالی یې بولي، هم شکایت کوي. زده کړیاله فاطمه وايي: تراوسه زموږ لومړی سمسټر دی، د استاد کموالی نه لرو؛ خو نورې پوهنځۍ د استاد له جدي کمښت سره مخ دي لکه د حقوقو پوهنځۍ.

د لوړو زده کړو وزارت مسوولان وایي چې د استادانو د کموالي د ستونزې د حل لپاره یې د نویو کادرونو د جذب لپاره خالي بستونه اعلان ته وړاندې کړې دي. خو دوی د درسي کرېډېټونو د زیاتوالي په تړاو وایي چې اوس مهال دا مسله د اروزنې او څېړنې په حال کې ده، چې آیا محصلان په یوه ورځ کې د اوو یا اتو کرېډېټونو د جذب وړتیا لري او کنه؟

نور یی ولوله| ریچارډ بېنېټ: په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ناوړه شوی

نور یی ولوله| راشد خان له دوبۍ نه لندن ته لاړ

د زده کونکو لپاره د درسونو څخه د خوند اخیستو لپاره مناسب چاپیریال رامینځته کولو هڅه کوي

د لوړو زده کړو وزارت ویاند خالقداد احمد تقي څرګندوي:«د لوړو زده کړو وزارت د ستونزو د حل لپاره کادري بستونه هم اعلان کړي دي او موږ هڅه کوو که چېرې کومه بله ستونزه هم وي حل یې کړو له خیره.» د کابل پوهنتون د نشراتو آمر رحم الله ندیم هم زیاتوي:«ټولې ستونزې حل شوې دي، موږ هڅه کوو چې د زده کړیالانو لپاره د درس د غوره جذب لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کړو.»

د لوړو زده کړو وزارت د مسوولانو په وینا، اوس مهال د ولایتونو ښځينه او نارینه محصلان له لیلیې نه د تېرو کلونو په څېرکار اخلي او د پخوانیو اصولو له مخې د ولایتونو محصلان په درېیم او څلورم کال کې د لیلې مستحق نه ګڼل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button